لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب: په روژه کې به هغو ته د عمرې اجازت وي چې د کرونا ويکسين يې لګولي وي


سعودي عرب ويلي د روژې په مياشت کې به يواځې هغو کسانو ته د عمرې کولو اجازت وي چا چې د کرونا ضد ويکسين لګولي وي.

سعودي ګزټ ویلي، د سعودي عرب د حج او عمرې دپاره وزارت د ګل/دوشنبې په ورځ (پينځمه فرورۍ) ويلي چا چې د کرونا ويکسين لګولي وي هغو ته به د عمرې، مسجد حرم او مسجد نبوي ته د تلو اجازه وي.

سعودي پرېس ايجنسۍ ویلي، د حج او عمرې وزارت ویلي چا چې د کرونا ضد ويکسين لګولي وي، څوک چې عمرې له تلل غواړي د خواست ورکولو نه 14 وړاندې يې د ويکسين لمړی ډوز لګولی وي او درېم دا چې د دې ناروغۍ نه ښه شوی وي هغو ته به اجازت ورکولی شي.

راپورونه وايي د عمرې اجازت به يواځې هغو کسانو ته وي چې عمرونه يې د 18 کالو نه تر 50 کلونو پورې وي.

سعودي عرب تيره اوونۍ پرېکړه کړې وه چې په مسجد حرم (خانه کعبه) او مسجد نبوي (مدينه) کې به د روژه ماتي به د غونډې نه راجوړيږي او اعتکاف به هم بند وي.

د کرونا له امله په کال 2019 کې په حج کې يواځې لسو زرو کسانو ته اجازه ورکړی شوې وه.

د شمېرو ترمخه سعودي عرب ته د حج دپاره د نړۍ نه نزدې دوه نيم ملينه مسلمانان راټولیږي.

خو د سږني کال د حج دپاره سعودي عرب تراوسه څه نه دي ویلي چې څومره خلکو ته به اجازت وي يا څومره خلک به په حج کې ګډون کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG