لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا په پاکستان کې نور 102 کسان مړه کړي، د مړو ټوله شمېره د 15زرو نه سېوا شوه


کرونا وايرس په پاکستان کې پرله پسې په دوېمه ورځ د 100 نه زيات کسان مړه کړي، په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 15زره 26 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تير شوا روز کې په ملک کې په کرونا وايرس اخته نور 102 کسان مړه شوي او نور 4004 کسان په دې وايرس اخته شوي دي.

له دې وړاندې په پينځم اپرېل 103 کسانو د کرونا له امله ژوند د لاسه ورکړی وو.

ويل شوي په ملک کې دا وخت 64زره 373 کسان داسې دي چې په کرونا وايرس اخته دي.

په پاکستان کې په کرونا وايرس تر ټولو زیات کسان په سيند صوبه کې اخته شوي خو تر ټولو زيات مړي يې په پنجاب صوبه کې کړي دي.

په سيند کې دوه لکه 67زره 238 کسان په کرونا اخته شوي 4516 ترې مړه شوي دي.

په پنجاب کې بيا دوه لکه 37زره 594 کسان په کرونا اخته شوي خو د مړو شمېره یې 6731 ته رسېدلې ده.

په خېبرپښتونخوا کې کرونا د کرونا له امله 2496، په اسلام اباد کې 588 او بلوچستان صوبه کې 212 کسان مړه شوي دي.

مرکزي وژیر اسد عمر پرون په شپږم اپرېل ويلي وو، د بندېزونو سېوا کولو، د لاک ډاون پراخولو په احتیاطي تدابيرو د عمل اثرات مخې ته راغلي، مثبت پېښې کمې شوي دي.

هغه ويلي تر دوه اوونيو پورې به د ناروغانو او مړينو کچه سېوا وي. نوموړي په خلکو غږ کړی چې احتياط وکړي او خوندي پاتې شي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د کرونا وايرس نه د نړۍ په 192 هېوادونو کې 28 لکه 73زره 821 کسان مړه شوي دي.

کرونا وايرس تر ټولو زياتې مړينې په امریکا کې کړي چې شمېره يې پينځه لکه، 56زره 528 ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG