لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمایما: کوم عمران چې ما پېژانده هغه به ویل ښځې نه، سړي دې پر سترګو پرده واچوي


واشنګټن ـــ د پاکستان د وزیراعظم عمران خان پخوانۍ برتانوۍ ښځې جمایما ګولډ سمیت هم د هغه پر هغه وینا نیوکه کړې چې په پاکستان کې یې پر ښځو د جنسي تېري سبب په دې هېواد کې د "فحاشۍ" زیاتېدل بللي.

جمایما خان د شورو- چارشنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي، باور نه کوي چې کوم عمران خان دې پېژانده هغه دې داسې خبره کړې وي، جمایما خان لیکلي:

"زه هیله من یم چې د عمران خان خبره غلطه را نقل شوې یا یې غلطه ترجمه شوې ده. کوم عمران خان چې ما پېژانده هغه به ویل چې د ښځې نه بلکې د نارینه پر سترګو باندې پرده واچول شي".

د اپرېل پر درېیمه عمران خان د ټیلیفون له لارې د ولس پوښتنو ته د جواب ویلو په یو پروګرام کې د یو تن د پوښتنې په جواب کې ویلي وو، "که څه هم د جنسي تېري په اړه حکومت سخت قوانین جوړ کړي دي خو د داسې جرمونو د زیاتېدو سببونو ته هم کتل غواړي او په هغوی کې یوه وجه د فحاشۍ خپرېدل دي".

د وزیر اعظم عمران له خوا د جبري زنا د وجوهاتو په اړه بیان باندې د پښتونخوا د حقوقو غوښتونکو فعاله ښځو هم خپل سخت غبرګون ښودلی او ځینو د عمران خان نه د استعفا او ځینو بیا د معافۍ غوښتنې کړي دي.

د خېبر پښتونخوا د عورت فاونډېشن مشرې صائمه منیر ویلي دي چې باېد عمران خان په خپل دې بیان هم یوټرن واخلي ځکه چې وایي "له داسې بیانونو سره هغو خلکو ته نور زړه مېلاوېږي چې د زنانو سره د جبري زنا د پاره په جواز کې خپل تحفظ ویني".

صائمه منیر زیاته کړه چې په عیني حال کې په جبري زنا کې د ککړو خلکو د پاره د سختو سزاګانو او ښځو ته تحفظ ورکول او اوس داسې بیانونه د یو بل په تضاد دي.

د فیمېنسټ فریډې مشره طاهره کلیم چې د نورو مدني فعالانو سره په ګډه د جبري زنا په ضد کمپاېن هم چلوي وي او اې ډیوه ته وویل چې چې که وزیر اعظم د جبري زنا لپاره د فحاشۍ او پردې نه کولو جوازونه وړاندې کوي نو بیا پوښتنه داده چې د کم عمره ماشومانو جینکو او د هلکانو سره ولې جبري زناګانې کېږي:

"باید وزیر اعظم په خپل بیان معافي وغواړي".

د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر د عمران خان په بیان عکس العمل کې ویلي دي چې وزیر اعظم باید استعفا ورکړي، یواځې معافي غوښتل به کافي نه وي. هغې زیاته کړه چې د یو ذمه وار تن په حېثیت د وزیر اعظم بیان سره د جنسي تشدد په نتیجه کې د ظلم ښکار خلک نور د خطرو سره مخ کېدی شي.

د عمران خان له بیانه وروسته په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان او نورو ګڼ شمېر خلکو پر ټولنیزو رسنیو د هغه پر بیان توند غبرګون څرګند کړی، خو وزیراعظم عمران خان او حکومت یې تر اوسه د خلکو غوښتنو ته څه جواب نه دی ویلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG