لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې په يوه ورځ يو لک 26 زره کسان په کرونا اخته شوي، پاکستان کې نور 98 مړه شوي


په هند کې په تير شوا روز کې يو لک 26 زره کسانو ته د کرونا وايرس ورپورې شوي دي. بل لور ته په پاکستان کې په تير شوا روز کې نور 5329 کسان په کرونا اخته شوي او 98 ترې مړه شوي دي.

په هند کې د کرونا څخه تر اوسه پورې يو لک 66زره 862 کسان مړه شوي دي.

په هند کې يو اړخ ته د کرونا د مخنيوي دپاره بندېزونه لګي نو بل اړخ ته د کرونا وبا په تيزۍ سره نوره هم خوريږي.

په هند کې د زيارت په ورځ پرله پسې په درېمه ورځ د يو لک نه په زیاتو کسانو کې د کرونا وایرس مالوم شوي دي.

د امریکا د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په هند کې يو کروړ 29 لکه 28زره 547 کسان په کرونا اخته شوي دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې په اووه لکه 5517 کسانو ته د کرونا وايرس ورپورې شوي او 15زره 124 ترې مړه شوي دي.

سرکاري شمېرې ښايي په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته شوو کې شپږ لکه 23زره 399 کسان ښه شوي هم دي.

د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د نړۍ په 192 هېوادونو کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 28 لکه 87زره 888 کسان مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG