لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د عراق د پوځ د پرمختګ په وړاندې د امريکايي عسکرو ضرورت


واشنګټن ـــ د عراقي پوځونو د پرمختګ او غوره کارکردګۍ نه داسې ښکاري چې په عراق کې به د داعش او نورو ترهګرو سره د مبارزې د پاره د امريکايي عسکرو اړتيا پاتې نه شي او عراق او امريکا به ډېر زر د دغه هېواد نه د امريکايي پوځ د وتلو په اړه يوه نېټه وټاکي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د امريکا خارجه وزير اېنتوني بلنکن او د هغه د عراقي همسيال فواد حسين تر منځ د انټرنيټ د لارې د خبرو اترو وروسته جاري شوی يو بيان وايي، دواړه ملکونه په دې صلاح دي چې د عراق نه د امريکا جنګي‌ پوځ ويستلو د پاره نېټه وټاکل شي‌ او په دې اړه ټېکنیکل خبرې اترې پېل شي.

دغه بيانيه وايي‌ په عراق کې د امريکايي ‌عسکرو کار يواځې د عراقي پوځ روزنه او هغوی له مشورې ورکول دي.

د عراق وزيراعظم مصطفی الخادمي د واشنګټن سره شوې دغه خبرې اترې په عراق کې د حالاتو برابرېدلو يوه لاره وبلله، نوموړي په خپل ټويټ کې ليکلي د عراق خلک هم حق لري چې د جنګونو له ويرو بغېر د آرام ژوند وکړي.

په عراق کې دا وخت د امريکې ۲۵۰۰ پوځ دی او په ګاونډي شام کې هم د داعش په ضد د مبارزې د پاره د امريکې ۱۰۰۰ نور عسکر د شامي ډيموکرېټک ډلې سره ملاتړ کوي.

داعش ډلې دوه کاله وړاندې په شام کې د امريکا د لاسه ماتې خوړلې او خودسره خلافت يې ړنګ شوی خو رپوټونه وايي‌ اوس هم وخت په وخت د دغې ډلې ترهګر په ځينو کونجونو کې پټ دي او بيا د خپل خلافت د جوړولو په هڅه کې دي.

د امريکې هوايي‌ ځواکونه د عراق د پوځ او په شام کې د اېس ډي اېف په ملاتړ د داعش په مرکزونو بمباري کوي خو اوس د عراق پوځ هم د داعش په مرکزونو هوايي حملې کوي او تېره مياشت يې د داعش د يو شمېر مرکزونو په ړنګولو کې مهمه رول لوبولی وو.

که څه هم عراقي پوځونه ډېر تکړه شوي‌ خو بيا هم د امريکا پوځي‌ چارواکو د غونډې وروسته ويلي، په دغه سيمه کې داعش اوس هم يو لوی خطر دی او په نزديو کې د عراق نه د امريکايي عسکرو د ويستلو هېڅ منصوبه نه شته.

د امريکې د پوځي مرکز پېنټاګون پرېس سېکټري جان کربي د شورو- چارشنبې په ورځ خبريالانو ته ويلي:

"مونږه د يو بل سره ګډه همکاري کوو او چې کله مونږه په دې صلاح شو او عراقيان په دې قانع شوو چې دوی ته نور د امريکايي‌ پوځونو ضرورت نه شته او د دغې مېشن ختمېدل پکار دي نو مونږه به د هلته نه خپل پوځونه اوباسو".

ښاغلي جان کربي زياته کړه، "مونږه هلته په پخه د پاتې کېدلو د پاره نه وو تللي، مونږه د داعش په ختمولو پسې ورغلي وو او اوس مو هم دغه مرام دی".

امريکايي‌ چارواکي‌ وايي د داعش خطر ختم شوی او استخباراتي رپوټونه وايي د داعش د خلافت په ورځو کې په دغه سيمه کې د ۳۴۰۰۰ نه تر يو لک پورې وسله وال خواره وو خو اوس دغه شمېره د ۸۰۰۰ نه هم ښکته شوې ده.

د پېنټاګون پرېس سېکټري جان کربي وايي "عراقي پوځ د وړاندې نه ډېره ترقي کړې ده او په ښه شان يې په تربيت عمل کړی".

خو بيا هم دفاعي څيړونکي وايي دا خبره به خطرناکه وي چې عراقي پوځ داعش ته يواځې پرېښودل شي، ځکه چې د داعش وسله وال اوس هم په هغو سيمو کې هلې ځلې کوي چرته چې د شام د حکومت واکمني ده او يا د هغوی د پلويانو روس او ايران اثر دی.

امريکې د صدر بش په مشرۍ کې په کال ۲۰۰۳ کې د صدام حسېن د حکومت ړنګولو دپاره عراق ته پوځونه لېږلي‌ وو چې د صدام حسېن تخته يې واړوله او هغه ته د عراق خصوصي عدالت په دجېل سيمه کې د ۱۴۸ شيعه مسلمانانو د قتل عام په جرم کې په کال ۲۰۰۶ م کې د دسمبر په ۳۰ پهانسي واوروله.

په عراق کې په دغه جګړه کې تر ۱۵۰۰۰۰ پورې عراقي وګړي وژل شوي، چې په کال ۲۰۱۱م کې صدر اوباما په وخت کې امريکايي عسکر بيا د عراق نه ووتل.

په ۲۰۱۴م کې په شام او عراق کې د داعش د خود سره خلافت د ختمولو دپاره يو ځل بيا صدر اوباما امريکايي ‌عسکر د عراق په غوښتنه واستول، چې په شام او عراق کې يې داعش ته ماتې ورکړه او د داعش خودسره امارت يې له منځه يووړ.

هر څه که د داعش خودسره امارت ختم شوی او مشران يې وژل شوي خو دفاعي څېړونکي په دې نظر دي چې د دغې ډلې ملاتړي اوس هم ځای په ځای پټ دي او که امنيت کمزوری شو نو بيا دغه ډله سر را اوچتولی شي.

XS
SM
MD
LG