لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سکهر: سي ټي ډي د تحریک طالبان سوات د مهم کمانډر د نيولو دعوه کړې


د پاکستان د سيند صوبې د سکهر سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې چې د تحریک طالبان سوات يو مهم کمانډر يې نيولی دی.

سي ټي ډي پوليس ویلي د مرکزي حساسه ادارې په اطلاع کمانډر محمد رحيم د پلار يې نوم يې جان ولي په قوم درانی، په سکهر کې نيول شوی، د قبضې نه يې 300 ګرامه چاودېدونکي مواد، دوه جوړ بمونه او نور مواد ترلاسه شوي دي.

سي ټي ډي پوليس د ترهګرۍ ضد عمليات کوونکي ځانګړي پوليس دی.

پوليس ويلي د تورن تن په سرد خېبرپښتونخوا حکومت شل لکه روپۍ انعام هم مقرر کړی وو.

سي ټي ډي په اتم اپرېل خپره کړې خبر پاڼه کې ويلي نيول شوي ملزم د تفتيش په مهال خپل کړي عمليات ویلي دي.

ويل شوي تورن تن په کال 2009 کې په تحریک طالبان سوات کې شامل شوی، او د ځايي کمانډر رحيم خان سره یې په څو عملیاتو کې برخه اخستې پوليس او پوځ ته يې د سر او مال زيان اړولی وو.

هغه ويلي د ملګرو سره يې ګاډي قبضه کړې او د بونير په مرکزي بازار کې يې لوټ مار هم کړی وو.

ويل شوي هغه په سوات کې د پوځي عملياتو وروسته سيند صوبې ته راتښتېدلی او پټ شوی وو.

له دې وړاند د فرورۍ په مياشت کې د کراچۍ د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه په سکهر کې يې عمليات کړي او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د جنوبي وزيرستان دوه ترهګر يې وژلي دي.

په 27م فرورۍ خپره کړې خبرپاڼه کې سي ټي ډي د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو د ولايت زېب او شاه محمود په نومونو کړې او ویلي يې وو د دوی د قبضې څخه دوه (ناين اېم اېم تماچې) او يو خودکش جېکټ ترلاسه کړي وو.

ويل شوي وژل شوو ترهګرو په شانګله کې د پوليس په موبايل چاودنه کړې پينځه پوليس سرتيري يې پکې وژلي وو. دغه ډول په جنوبي وزيرستان کې يې په پوستي پوستو څو بريدونه کړي وو.

سي ټي ډي پوليس وخت په وخت په کراچۍ او د صوبې په نورو برخو کې د دغه ډول عملياتو او ترهګرو د نيولو دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG