لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د پينځه زرو زیات نور په کرونا اخته شوي، 105 يې مړه کړي


د چارواکو په وېنا په پاکستان کې د کرونا وبا درېمه څپه په تېزۍ سره خوريږي، تازه نور 105 کسان يې مړه کړي او په يو شوا روز کې نور 5312 کسان په کرونا اخته شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تيرو 24 ساعتونو کې نور 105 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

له دې وړاندې په اووم اپرېل 98، په شپږم اپرېل 102 او په پينځم اپرېل 103 کسان د کرونا له امله مړه شوي وو.

په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 15زره 229 ته رسېدلې ده.

ويل شوي په تير شوا روز کې د کرونا مالومولو دپاره 54زره948 معاينې شوي او په 5312 کسانو کې د کرونا وایرس مالوم شوي دي.

له دې نه په وړاندې 24 ساعتونو کې 4004 ته کرونا وايرس ورپورې شوي وو.

د مارچ په وروستيو کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په يو ویډيوي پېغام کې ويلي وو، په پاکستان کې د کرونا راغلې درېمه څپه ډېره خطرناکه ده، هغه په خلکو غږ کړی وو ماسک واچوئ او احتياط وکړئ.

خان ویلي وو د کرونا د درېمې څپې نه ده مالومه چې کوم ځای ته رسي، د وړاندې نه روغتونونه ډک دي د درېمې څپې وايرس د انګلېنډ نه راغلي دي او د انګلېنډ نه خلک لاهور، اسلام اباد او پېښور ته راغلي او هلته دا وايرس په تېزۍ سره خوريږي.

نوموړي په خلکو غږ کړی وو چې ډېر احتیاط وکړي ماسک واچوي. هغه ويلي ملک نه شي بندولی ټولبند (لاک ډاون) نه شي کولی ځکه چې د پاکستان سره هغومره وسايل نشته چې خلک بند کړي بيا ورله خوراک ورکړي او خیال يې وساتي.

عمران خان ويلي وو خبر دی چې خلک د کرونا پروا نه کوي خو بيا يې غږ کړی چې دا وبا په کوم حساب په تېزۍ سره خوريږي روغتونونه به ډک شي.

د پاکستان وزیراعظم دا هم ويلي وو چې په نړۍ کې د کرونا ويکسين کموت جوړ شوی دی او نړۍ چې پاکستان ته د ويکسينو ورکولو ویلي وو هغه اوس پاکستان ته نه مېلاويږي ځکه چې کوم ملکونه ويکسين جوړوي هلته کم شوي دی ځکه غوره ده چې د اوس نه خلک احتياط وکړي.​

XS
SM
MD
LG