لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان ولسي جرګه: د پاکستاني پارلیماني پلاوي د الوتکې په بيرته ستنولو د اړونده چارواکو تپوس کوو


د افغانستان د ولسي جرګې سپيکر میر رحمان رحماني ویلي، د پاکستان د قومي اسمبلۍ اسپیکر اسد قېصر او پلاوي د الوتکې د بيرته ستنولو په اړه يې امنيتي او د هوايي اډې چارواکي بللي په دغه اړه به ترې پوښتنه کوي.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ اسپيکر اسد قېصر د يو پلاوي په مشرۍ پرون په اتم اپرېل د اسلام اباد نه کابل ته په درې ورځني سفر روان وو چې د کابل په حامد کرزي هوايي اډه يې الوتکې ته د امنيتي ګواښونو له امله د کوزېدو اجازه نه وه ورکړل شوې او الوتکه بيرته ستنه کړی شوې وه.

د امريکا غږ اشنا څانګې ترمخه مير رحمان رحماني ویلي، ولسي جرګه به د راتلونکې اوونۍ خالي/ شنبې په ورځ به لوړ پوړي امنيتي چارواکي او د هوايي اډې زمه وار حاضر کړي او د پاکستاني پلاوي د الوتکې د بيرته ستنېدو په اړه به ورسره بحث وکړي.

هغه ويلي د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپيکر د سفر دپاره به بله نېټه ټاکي او هغه به بيا دغه سفر کوي.

دافغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان هم پرون ویلي وو چې د دورې د نوې نېټې اعلان به د دواړو هېوادونو په مشاورت بيا کولی شي.

ټاکل شوې وه چې د پاکستان د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قېصر به د کابل په سفر کې د مير رحمان رحماني، د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د تجارت د وزير په ګډون د مهمو افغان سياسي او دولتي مشرانو سره ليدل کتل کول.

د کابل په سفر د روانېدو نه مخکې د اسلام اباد په هوايي ډګر مېډيا سره خبرو کې اسد قېصر ویلي وو دا د خېر سګالۍ دوره ده او هغه ګڼي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تعلقاتو نوی دور شورو شوی دی.

XS
SM
MD
LG