لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې استخباراتي رپوټ: غریب هېوادونه تر راتلونکو 20 کلونو له چېلنجونو نه شي راوتلای


واشنګټن ـــ د امریکې د استخباراتي ادارې څېړونکي وایي د نړۍ هغه هېوادونه چې مخکې لا د کرونا وایرس د مخنیوي او د خپلو زړو نظامونو او ادارو له چېلنجونو سره مخ دي امکان نه لري چې تر راتلونکو شلو کلونو پورې ترې خلاسون ومومي.

د استخباراتي ادارې د څېړونکو په تازه رپوټ کې راغلي، د دغو هېوادونو نظامونه او ادارې به- چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې پر نړیوالو پېښو غلبه کړې- پر ځان زور راوړي چې د موسمي بدلون، ناروغیو، مالي ستونځو او پرمختلونکې ټیکالوجۍ په ګډون نړیوالو چېلنجونو ته جواب ووایي.

په رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی چې دغه چېلنجونه به پرله پسې دا ګوري چې ټولنې، ریاستونه او نړیوال نظام ورسره څومره لچک او مطابقت لري، وایي دا کتنه ډېری وخت د شته نظامونو او ماډلونو تر وړتیا زیاته وي چې وایي په دې برخه کې ځینې پرمختګونه تباه کوونکي ثابتېدای شي.

دغه تر ټولو ناهیله کوونکې ارزونه د ګلوبل ټرینډز 2040 [نړیوال رجحانات] په نوم د هغه رپوټ برخه ده چې د امریکې د ملي استخباراتو کونسل یې په هرو څلورو کلونو کې خپروي.

د دې رپوټ په وروستۍ برخه کې ځینې منظرنامې وړاندې کړل شوي چې وایي جمهوریتونه- لکه امریکا- بیرته په خپلو پښو درېږي او وده کوي، خو خبرداری ورکوي دا کار هله کېدای شي چې خپلې نورې شدیدې او دوامداره ستونځې حل کړي.

په رپوټ‌ کې ویل شوي "د کوویډ-19 وبا نړۍ ته ور یاد کړل چې څومره کمزورې ده او دا یې ور وښوول چې څومره په لوړه کچه یو پر بل د تکیه کولو له موروثي خطر سره مخ ده".

رپوټ زیاتوي "د پېچلیو نړیوالو چېلنجونو په وړاندې د اقدام کولو لپاره نړیوال نظام په سمه توګه نه دی جوړ شوی".

د امریکې د استخباراتي څېړونکو په رپوټ کې چې په نړۍ کې تر ټولو خطرناک چېلنج ګڼل شوی هغه موسمي بدلون دی، چې وایي کېدای شي په راتلونکو شلو کلونو کې په تدریجي ډول نور هم شدید شي.

رپوټ وایي امکان لري ې غریب او پرمختلونکي هېوادونه په دې برخه کې زیات له ستونځو سره مخ شي، وایي د دغو هېوادونو د حکومتونو له خوا دغو چېلنجونو ته د جواب د وړتیا نه لرلو له کبله کېدای شي نور خلک هم کډوالۍ ته اړ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG