لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې پر زیاته کرونا برسېره د ای پي ایل کرکټ لوبې پیل شوې


واشنګټن ـــ په هند کې انډیا پریمېر لیګ په نامه د کرکټ سیالۍ نن په داسې حال کې پیل شوې دي چې په دې هېواد کې له امریکې او برازیل وروسته د کرونا وایرس پېښې تر ټولې نړۍ زیاتې دي.

نن د جمعې په ورځ‌ د هند د تامیل ناډو ایالت په چینای ښار کې د ای پي ایل لومړۍ لوبه د رایل چېلنجرز بنګلور او ممبۍ انډیز لوبډلو تر منځ روانه ده.

د کرونا وایرس له کبله د لوبو میدان له خلکو په بشپړه توګه تش دی او خلک پخپلو کورونو کې په ټیلویژنونو د دغو لوبو ننداره کوي.

په دغو سیالیو کې به ټولې اته لوبډلې برخه اخلي، چې په شپږ بېلابېلو ښارونو کې به یې لوبې کېږي.

د ای پي ایل په روانو لوبو کې د نړۍ د نورو مشهورو لوبغاړو په ګډون درې افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن ځدراڼ هم لوبېږي.

د ای پي ایل چارواکي وایي په سیالیو کې لوبېدونکي لوبغاړي تر سختې څارنې لاندې دي او په لوبه کې تر لوبېدو مخکې یې کتنه کېږي چې وایرس ور پورې شوی نه وي.

د انډیا پریمېر لیګ سیالۍ په 2008م کال کې پیل شوې دي. دغه لوبې تېر کال هم د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله ځنډول شوې وې او وروسته په عربي متحده اماراتو کې وشوې.

په هندوستان کې د کرونا ناروغانو شمېره 13 میلینه ته نیژدې شوې چې د امریکا او برازیل وروسته درېیم هیواد دی چې تر ټولو زیات ناروغان لري.

دا مهال هندوستان د کرونا دویمې سختې څپې سره مخ دی چرته چې 1.3 اربه خلکو ته د وېکسینو ورکولو کار هم پیل شوی. وړمه ورځ په هندوستان کې یو لک 26 زرو نه زیات کېسونه رپورټ شوي کوم چې په یوه ورځ کې ریکارډ شمېرې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: د پي ټي اېم یوه غوښتنه هم داسې نه ده چې پوره نه کړی شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG