لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا او ایران په ویانا کې خبرې کوي خو د ایران د بندیزونو لرې کولو غوښتنه خبرې ځنډولای شي


واشنګټن ـــ امریکا او ایران راتلونکې اوونۍ په ویانا کې د دویم پړاو پر نامخامخ خبرو سلا شوي دي چې بیرته د 2015م کال پر ایټمي تړون اتفاق ته ورسېږي خو ایران ټینګار کړی چې لومړی دې ورباندې د امریکې لګېدلي ټول بندیزونه لرې کړل شي او امریکا بیا وایي چې دا ډول غوښتنې په خبرو کې د ځنډ سبب کېدای شي.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت یوه اعلی چارواکي د جمعې په ورځ‌ خبریالانو ته وویل، له ایراني چارواکو سره دغه نامخامخ خبرې به یې د راتلونکې اوونۍ په منځ کې د اسټریا په پایتخت کې پیلېږي.

امریکایي او ایراني سفارتکارانو پرون په دې اړه د لومړي پړاو غونډې پای ته رسولې دي چې د یورپي اتحاد د منځګړو په مرسته یې یو بل ته خپل پیغامونه رسولي دي.

امریکایي چارواکي د دې اوونۍ نامخامخ خبرې ګټورې، مصروفه او مثبتې بللې دي. امریکایي چارواکي ویلي د یورپي اتحاد منځګړو چې د امریکایي او ایراني چارواکو تر منځ‌ دوو هوټلونو ته پیغامونه وړل راوړل ډېر ستونځمن کار وو:

"موږ د هغو اصولو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل چې د امریکې له اړخه په هر ډول بندیزونو لرې کولو کې مرسته کوي".

دغه چارواکی وایي امریکا ایران ته د ځانګړو بندیزونو کوم فهرست نه دی وړاندې کړی چې لرې کېدای شي او ایراني لوري هم داسې فهرست ورته نه دی وړاندې کړی چې د ایټمي تړون له سرغړونې پکې د پرشاتګ خبره شوې وي:

"ټول هغه بندیزونه چې له ایټمي تړون سره برابر نه دي او یا له هغو ګټو سره په ټکر کې دي چې ایران یې له ایټمي تړونه هیله لري، موږ تیار یو چې وا یې خلو".

له ایران سره دغه خبرې د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ پیل شوې چې د ایټمي تړون د نورو پینځو شریکو هېوادونو برتانیې، فرانس، جرمني، چین او روس استازي هم پکې شامل وو.

ټاکل شوې چې د دغو پینځو هېوادونو استازي به په نیژدې ورځو کې له امریکې سره هم خبرې وکړي او امریکا به وهڅوي چې پر ایران د بندیزونو په لرې کولو سره دواړه بیرته ایټمي تړون ته ژمن پاته شي.

د 2015م کال د ایټمي تړون له مخې له ایرانه غوښتل شوي چې خپل جوهري پروګرام ته نوره وده ور نه کړي،‌ په بدل کې یې د امریکې په ګډون د دغو نورو پینځو نړیوالو ځواکونو له خوا د بندیزونو لرې کېدو په بدل کې ایران ته وسله ورکول کېدای شي.

د ایران سرکاري ټیلیویژن د جمعې په ورځ په دغو خبرو کې د ایران د استازيتوب مشري کوونکي د دې هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي له خولې ویلي ایران غواړي تر هر څه وړاندې ورباندې لګېدلي بندیزونه لرې کړل شي:

"تهران به هغه وخت ایټمي تړون ته په بشپړه توګه بیرته را وګرځي چې امریکا لګولي بندیزونه، دویم ځل نافذ کړي او له هغه سره تړلي بندیزونه ختم کړي".

خو امریکایي چارواکي د ایران دغه غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي د صدر بایډن انتظامیه لږ تر لږه د ډانلډ ټرمپ د حکومت له خوا لګېدلي ځینې بندیزونه "جایز" ګڼي.

د امریکې مخکینی ولسمشر ډانلډ ټرمپ په 2018م کال کې له ایران سره له ایټمي تړونه وتلی وو او پر دې تړون یې نیوکه کړې وه چې وایي ایران له خپلو د اعتراض وړ کارونو څخه لاس نه اخلي.

XS
SM
MD
LG