لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او ایران به راتلونکې اونۍ په ویانا کې دوهم دور خبرې کوي


واشنګټن - امریکا او ایران په دې هوکړه کړې چې په راتلونکې اونۍ کې به په ویانا کې دوهم دور غیر مستقیمې خبري وکړي تر څو یو او بل د ۲۰۱۵ کال شوي اټومي تړون ته بېرته راوګرځوي.

ایران ټینګار کوي چې د دوی پرضد د امریکا لخوا ټول لګول شوي بندیزونه باید لېرې شي خو امریکا ویلي، چې له داسې غوښتنې سره ښايي د یورانیمو غني کول له ټاکلي حد څخه واوړي.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دغه غیر مستقیمې خبرې به د راتلونکې اونۍ په نیمايي کې بیا پيل شي.

د امریکا او ایران ډپلوماټانو د ورځې په سر کې د اروپايي ټولنې له منځګړو سره چې د دواړو غاړو ترمنځ پیغامونه انتقالوي خبرې وکړې.

د نهې یا سې شنبې په ورځ ایران د برتانیې، فرانسې، جرمني، چین او روسیې سره خبرې پیل کړې وې چې بیا دغو پنځو واړو په خپلو کې په جلا توګه هم خبرې کړي.

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال په شوي اټومي تړون له ایران څخه غوښتل شوي دي چې پر دغه هېواد د بندیزونو د لېرې کولو په بدل کې دې خپل اټومي فعالیتونه ودروي.

امریکا په ۲۰۱۸ کال له دغه تړون ووتله او په ایران باندې د ولسمشر ټرمپ د ادارې لخوا بندیزونه بېرته ولګول شول.

ټرمپ ویل، په دغه تړون کې چې تر ده وړاندې ولسمشر په وخت کې شوی کافي داسې څه نشته چې ایران دې له خپل هدفي چلند څخه ودروي.

امریکايي چارواکو د تېرې اونۍ خبرې ګټورې او رغنده بللې. که څه هم چارواکو ویلي، چې د اروپايي منځګړو لخوا د دوو هوټلونو ترمنځ د امریکا او ایراني ډلو ترمنځ د پیغامونو وړل راوړل ستونزمن وو.

د ایران دولتي خبري رسنۍ لخوا د د ایراني پلاوي د مشر او د بهرنیو چارو د مرستیال عباس عرقچي له خولې ویل شوي چې تهران به هغه وخت بېرته په تړون باندې عمل وکړي کله چې په ایران باندې ټول لګول شوي بندیزونه لېرې شي.‌

امریکايي چارواکو دغه غوښتنه رد کړې ده او د بایډن ادارې وايي، د ټرمپ د ادارې لخوا لږ تر لږه ځینې بندیزونه قانوني وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG