لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د 33 فیصده کمو بارانونو له کبله په سیند او بلوچستان کې د کاختۍ اندېښنه


واشنګټن ـــ د موسمیاتو د ادارې د ا ندازې له مخې په پاکستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې 33 فیصده بارانونه شوي چې وایي له کبله یې د سیند او بلوچستان صوبو په بېلابېلو ضلعو کې د وچکالۍ اندېښنه پیدا شوې ده.

د پاکستان د موسمیاتو اداره وایي په دغه شپږمیاشتنۍ موده کې په بلوچستان کې تر ټولو زیات 63 فیصده او په سیند صوبه کې 77 فیصده لږ بارانونه شوي دي.

د موسمیاتو ادارې د خپرو کړو شمېرو له مخې د تېر کال د اکتوبر له میاشتې د روان کار تر مارچ میاشتې پورې په پښتونخوا صوبه کې 44 فیصده او د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان کې 19 فیصده کم بارانونه شوي دي.

خو وایي په پنجاب کې له معمول سره سم 46 فیصده بارانونه شوي او په دې توګه په ټول پاکستان کې د بارانونو د کموالي کچه په مجموعي توګه 33.2 فیصده ریکارډ شوې ده.

د موسمیاتو اداره وایي تر ژمي مخکې او له هغه وروسته د کمو بارانونو له کبله د سیند او بلوچستان په ځینو سیمو کې څه نه څه کاختي پیدا شوې ده.

د بلوچستان په دغو 10 ضلعو کې چې له کاختۍ سره مخ دي چاغي، ګوادر، هرنایي، کېچ، خاران، مستونګ، نوشکي، پښین، پنجګور او واشک شاملې دي او د سیند 8 ضلعې بدین، قمبر شهدادکوټ، میرپورخاص، عمرکوټ، سانګړ، ترپارکر، ټټه او سجاول شاملې دي.

په سیند او بلوچستان کې کاختي ولې؟

د پاکستان د هواپوهنې په اداره کې د کاختۍ په چارو کې ماهر ډاکټر شهزاده عدنان وایي، د سیند په جنوب ختیځو سیمو او په بلوچستان کې د دریابونو لړۍ او نهري نظام نه شته.

ډاکټر عدنان وایي د بلوچستان خاوره ډبرینه ده چې د باران اوبه پکې ژر جذب شي او وایي په دې صوبه کې هسې هم بارانونه لږ دي ځکه خو ددغو دواړو صوبو ځینې سیمې له کاختۍ سره مخ دي.

د ډاکټر عدنان په وینا بلوچستان تر ډېره د ژمي په بارانونو ولاړ دی چې وایي له 70 تر 80 فیصده بارانونه یې یواځې په ژمي کې کېږي، خو وایي د دې په نسبت د سیند اکثره سیمې د مونسون [پشکال] په بارانونو ولاړې دي.

ډاکټر عدنان زیاتوي چې د سیند او بلوچستان په نسبت په پنجاب او پښتونخوا صوبو کې ډېرې دریابي لړۍ او نهري نظام شته، وایي که په جنوبي پنجاب کې د کاختۍ حالت راځي هم نو دومره شدید به نه وي.

د ده په وینا په پنجاب کې د پشکال له موسمه پرته په ژمي کې هم په زیاته اندازه بارانونه کېږي.

ډاکټر شهزاد عدنان وایي پاکستان له کاختۍ څخه په ممکنه اغېزمنو هېوادونو کې له مخکې لا شامل دی، ځکه چې وایي د دې هېواد 70 فیصده سیمه وچه ده یا یې موسمونه وچ دي.

حالت نور هم خرابېدای شي:

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان او سیند په دغو سیمو کې د ممکنه کاختۍ راتلو دا دویم خبرداری دی، تر دې وړاندې هم د پاکستان د موسمیاتو ادارې په تېره فرورۍ میاشت کې دې ته ورته اندېښنه څرګنده کړې وه.

د موسمیاتو د ادارې چارواکي وایي د موسم د اوسنۍ پېشبینۍ له مخې د بارانونو د کموالي حالت نور هم خرابېدای شي، چې وایي دا له کښت کروندې سره سره پر مالدارۍ هم اغېز کولای شي.

د موسمیاتو ادارې له کاختۍ سره د مبارزې لپاره ټولو اړوندو ادارو او اړخونو ته وړاندیز کړی، د دې حالت د مخنیوي لپاره دې ګامونه واخلي چې له هر ډول تباهۍ څخه و ژغورل شي.

د ممکنه کاختۍ له کبله په کرونا کې کډوالي:

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې که په دغو سیمو کې د کاختۍ حالت خراب شو او خلک دې ته اړ شول چې له خپلو سیمو نورو سیمو یا ښارونو ته کډه شي، نو وایي له دې سره د کرونا وایرس نور هم زیات خپرېدای شي.

چارواکي وایي دغو حالاتو ته د کتنو لپاره د بلوچستان او سیند له حکومتونو سره د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې هم اقدامات پیل کړي دي او وایي د موسمیاتو له ادارې سره په ګډه د ممکنه کاختۍ د مخنیوي لپاره ګامونه اخیستل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د قدرتي آفتونو د مخنیوي د ادارې د شمېرو له مخې په 2018م کال کې د راغلې کاختۍ په نتیجه په بلوچستان کې 14 لکه او په سیند کې 30 لکه ته نیژدې ابادي اغېزمنه شوې وه، وایي له هغې کاختۍ د مړو شوو څارویو شمېر تر دې څو چنده زیات وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG