لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن - جان هاپکنز پوهنتون د خالي یا شنبې په ورځ ویلي، په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱۳۴ میلیونو څخه زیات شوی.

په امریکا کې تر بل هر هېواد د کورونا زیاتې پېښې دي چې ۳۱ میلیونو ته رسېږي او بیا ورپس برازیل په ۱۳.۳ میلیونو او هندوستان په ۱۳.۲ میلیونو پېښو سره دوهم او دریم ځای لري.‌

په هندوستان کې د پنځمې پرپلسې ورځې لپاره د کورونا د زیاتو پېښو راپور ورکړل شوی.

ددغه هېواد د روغتیا وزارت د خالي یا شنبې په ورځ وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۵۰۰۰ د کورونا نوې پېښې پکې موندل شوې دي.‌

د برتانیې ډاکټرانو ویلي، چې د روغتونونو بیړنیو ښونو ته ډېر داسې کسان راځي چې د اسټرا زېنېکا له واکسین اخېستلو وروسته ورته سردردي پیدا شوې او هغو راپورونو اندېښمن کړي دي چې له دغه واکسین سره ځینو کسانو ته په دماغ کې وینه پنډه شوې.

د اروپا طبي ایجنسۍ ویلي، د وینې ټنګېدل به د اسټرا زېنېکا د واکسین له ډېر نادرو جانبي عوارضو ده او ټینګار کوي چې د واکسین ګټې له خطرونو څخه ډېرې زیاتې دي.‌

دغه اداره وايي،‌ د ۳۴ میلیونو کسانو له واکسین اخېستلو وروسته تر ۲۰۰ په کمو کسانو کې په مغزو کې وینه سخته شوې.

برتانیه چېرې چې یاد واکسین جوړ شوی وايي، دوی به له ۳۰ کلونو څخه د کم عمر کسانو ته بل واکسین ورکړي.‌

هسپانیه او فیلېپین وايي، دوی به دغه واکسین یواځې له۶۰ کلونو څخه زړو کسانو ته ورکوي.‌

د جاپان لومړي وزیر یوشېدې سوګا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په ټوکیو کې به د کورونا وایرس سره د مبارزې په موخه یو میاشتنی بیړنی حالت اعلان شي.‌

سوګا له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، په دغه نوي ګام کې به د کاروبارونو او ریسټورانټونو کاري ساعتونه کم شي او سرغړونکي به جریمه شي.

جاپان هېڅکله داسې کلک لاک ډاون نه وو لګولی لکه چې په نورو هېوادونو کې لګیدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG