لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانګله اؤ کوهاټ کې د وسله والو په ډزو دوه پلاران اؤ دهغوئ څلور زامن وژل شوي


پولیس وایي دخیبر پښتونخوا دشانګلې په پورن دکوهات دلاچۍ په سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو دوه پلاران اؤ دهغوئ څلور زامن وژل شوي اؤ وسله وال له موقعې څخه تښتېدلي دي.

دشانګلې د پورن پولیس ټانې یو پولیس چارواکي د اتوار په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه تیره شپه پورن کې د ګل زرین نومې سړي په کور کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل وسله وال دشپې دګل زرین کور ته اوښتي وؤ اؤ هلته یې ډزې کړي چې پکې ګل زرین اؤ دهغه درې زامن عطاء الرحمان،فیض الرحمان اؤ عزیز الرحمان مړه شوي دي.

نوموړي وویل له ډزو وروسته وسله وال دپېښې دځایه تښتېدلي دي اؤ پولیسو د وژل شوؤ کسانو مړي دپوسټ مارټم دپاره دپورن روغتون ته رسولي دي.

هغه وویل دپېښې مقدمه د نامعلومو وسله والو په ضد درج کړل شوې اؤ لا معلومه نه ده چې دا کسان چا اؤ ولې وژلي دي خو وایي پولیسو پلټنې پیل کړي اؤ ډیر زر به دپېښې علت روښانه اؤ دې کې ککړ تنان ونیول شي.

په عین حال کې د کواټ سره نزدې په لاچۍ سیمه کې هم د نامعلومو وسله والو په ډزو دپاکستان تحریک انصاف ګوند پخوانی د تحصیل صدر اؤ دهغه زوئ وژل شوي دي.

دلاچۍ پولیس له مخې دا پېښه د زړې دښمنۍ په اساس مخې ته راغلې ده اؤ تر دې وړاندې هم ددې دوؤ کورنیو ترمنځ دښمنۍ کې څلور کسان وژل شوي دي.

خیبر پښتونخوا کې د زړو تربکنیو،دښمنیو اؤ وړو، وړو لانجو په اساس اکثره دغسې وژنې کیږي تیره میاشت هم په سوات کې دیوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG