لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په کرونا وایرس نور 114 کسان مړه شوي،4000 نه د زیاتو ناروغانو وضعیت اندېښمن


پاکستان کې دکرونا وایرس دریمه څپه لا پسې ګړندۍ شوې اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې دتیر یو شواروز په مهال دسږکال‌ په اوږدو کې په دې وایرس تر ټولو زیات 114 کسان مړه شوي دي.

دکرونا وایرس د اړونده چارو دپاره دجوړکړل شوې دولتي ادارې این سي او سي دشمیرو له مخې په تیرو څلېریشتو ساعتو کې دپاکستان بیلابیلو برخو کې 5050 نورو کسانو ته هم دا وایرس ورپورې شوی دی.

په کرونا داخته 114 نورو ناروغانو دمړینې سره تر دې مهاله پاکستان کې په یاد وایرس د مړو شوؤ کسانو شمېره 15443 ته لوړه شوې ده.

په کرونا دقابو موندنې دادارې شمیرې څرګندوي چې اوس هم پاکستان کې په کرونا وایرس 73875 کسان اخته دي چې دې کې د څلورو زرو نه د زیاتو کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه پاکستان کې اوو لکه 21 اؤ 18 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی خو په دې کې 631700 تنان بېرته هم روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې په وړومبي پړاؤ کې ډاکټرانو اؤ هغو طبي مامورینو ته د کرونا ضد ویکسین لګول شوي چې ددې وبا په ضد په وړومبي کتار کې مبارزه کوي اؤ په دویم پړاؤ کې دشپیتوؤ کالو نه په بره مشرانو ته دا ویکسین لګول کیږي.

د22 کروړه ابادۍ لرونکي هیواد پاکستان کې لا تر دې مهاله په عامه توګه د ویکسین لګولو عمل نه دی پیل شوی اؤ حکومت وایي چې د روانې میاشتې اوږدو کې به هیواد ته په لویه کچه دا ویکسین راورسیږي چې له هغې وروسته به د هر عمر لرونکو کسانو ته د ویکسین لګولو لړۍ پیل شي.

پاکستان کې د دارو درملو د څار دولتي ادارې “ډریپ”دوه ورځې وړاندې ویلي وؤ چې د کرونا ضد دیو بل ویکسین کرونا ویک دکارؤلو یې هم په بېړني ډول منظوري ورکړې ده.

د کرونا ویک په نوم دچین جوړ دا ویکسین له دې وړاندې په چین ،برازیل.انډونیشیا،ترکي اؤ یو شمیر نورو هیوادونو کې هم کارؤل شوي دي.

له دې وړاندې هم پاکستان د څلورو کمپنيانو ويکسينوته اجازه ورکړې چې پکې دوه د چين، يوه د برتانيې او يوه د روس کمپنۍ شامل ده، چې د دغو کمپنيانو نه ځايي کمپنۍ کولی شي چې د کرونا ويکسين واخلي.

ډاکټران اؤ حکومتي چارواکي وایي پاکستان کې د کرونا دریمه څپه ډیره خطرناکه ده اؤ روزانه په دې هیواد کې زرګونو کسانو ته دا وایرس ورپورې کیږي.

XS
SM
MD
LG