لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي عرب خپل درې پوځیان دغدارۍ په تورونو تېزندي کړي


دسعودي عرب ددفاع وزارت پخپل بیان کې ویلي چې هغو درېوؤ سعودي پوځیانو ته دمرګ سزا ورکړل شوې چې محکمه کې پرې هیواد سره دغدارۍ اؤ دښمن سره دمرستو کولو تورونه ثابت شوي وؤ.

دخالي په ورځ دسعودي عرب ددفاع وزارت په بیان کې ویل شوي چې په دار د ځړول شوؤ دې درېوؤ پوځیانو په ضد مقدمه محکمه کې په منصفانه ډول په روڼ انده انداز اوریدل شوې وه اؤ محکمې دهغوئ دتیزندي کولو امر کړی ؤ.

ددفاع وزارت په بیان کې دا سپیناوی نه دی شوی چې دغو پوځیانو د کوم “دښمن” سره څه رقم مرستې کړې وې خو یاوو پوځیانو ته د تیزندۍ سزا دیمن سره په پوله پرته جنوبي صوبه کې ورکړل شوې ده چرته چې سعودي دتیرو شپږو کالو راهسې دحوثي یاغیانو په ضد وسله وال فعالیتونه کوي.

په استنول کې دسعودي دقونسلګرۍ دننه دسعودي صحافي جمال خاشقجي د وژنې د ښځو دحقونو دفعالینو له نظربندۍ وروسته دبشري حقونو نړیوال سازمانونه سعودي کې د مرګ د سزاګانو د ریکارډ ارزؤنه کوي.

په دې وروستیو کې دبشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټی انټرنیشنل اؤ نورو ډلو دتشد اؤ غیرمنصفانه مقدمو په حوالې ورکولو سره دسعودي عرب نه غوښتنې کړې وې چې باید دمرګ دسزاګانو عملي کولو مخه ونیسي خو سعودي عرب پرله پسې دغیرمنصفانه مقدمو تورونه ردوي اؤ وایي محکمې یې په انصاف اډاڼه پرېکړې کوي.

دبشري حقونو دکمیشن له مخې سعودي عرب تیرکال 27کسانو ته دتیزندۍ سزاګانې ورکړې وې چې دا دتیرو کلونو په پرتله کمې ګڼل شوي .

په کال 2019 کې ددغه هیواد دننه 185 کسان دمحکمې په امر دبیلابیلو جرمونو په تور په دار خیژول شوي وؤ

XS
SM
MD
LG