لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت نړيواله اداره: د ويکسين لګولو وروسته احتياط پرېښودل د کرونا خورېدو سبب ګرځي


د صحت نړيوالې ادارې ویلي، د کرونا د ويکسين لګولو وروسته احتياط پرېښودل په نړۍ کې د کرونا د پېښو زياتېدو او د مړينو سېوا کېدو سبب ګرځي.

نړيوالې ادارې ویلي چې په نړۍ کې تراوسه پورې د کرونا څخه د 13 کروړو نه زيات کسان اغېزمن شوي او د 30 لکو پورې مړه شوي دي.

نړيوالې ادارې په نړۍ کې د کرونا خورېدو علتونه په ګوته کړي چې پکې د کرونا نوي ډول وایرس، د کرونا څخه د ژغورنې په حفاظتي ګامونو عمل نه کول او د ټولبند يا لاک ډاون وروسته عادي ژوند بيرته روانول ياد کړی شوي دي.

د صحت د نړیوالې ادارې وياند مارګرېټ هېرس ویلي، د کرونا وبا خورېدو يو علت دا هم دی چې خلک ګڼي چې د ويکسينو مخې ته راتلو وروسته به دا وبا ختمه شي.

هغه ویلي داسې نه ده بلکې ويکسين لګول د کرونا د مخنيوي سره خلک د سختې ناروغتيا او مرګنو څخه ژغورل دي.

د صحت نړيوالې ادارې ویلي، په ګرده نړۍ کې تراوسه پورې 67 کروړه کسانو ته د کرونا ويکسين لګېدلي دي. خو په دې کې زياتره ويکسين په شتمنو ملکونو کې لګېدلي دي.

نړيوالې ادارې په ګرده نړۍ کې د ویکسينو د کمي خبرداری هم ورکړی دی.

د ادارې وياند ویلي د کرونا څخه د ځان او نورو د ژغورنې دپاره په احتیاطي ګامونو عمل کول پکار دي او د ويکسينو لګولو باوجود دې ماسک واچول شي.

هغه زیاته کړې څو پورې چې د نړۍ ډېرې برخې ته ویکسين نه وي ورکړی شوي بايد خلک احتیاط نه پرېږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG