لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي سي بي: د پاکستان سپر ليګ پاتې سيالۍ به د وړومبي جون څخه بيرته روانې شي


پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) اعلان کړی چې د پاکستان سپر ليګ (پي اېس اېل) پاتې سيالۍ به د وړومبي جون څخه بيرته پېل شي او پاتې ټولې سیالۍ به د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې کيږي.

د پاکستان کرکټ بورډ په څلورم مارچ اعلان کړی وو چې د پاکستان سپر ليګ شپږم سيالۍ د کرونا وبا له امله ودرول شوې ځکه چې د لوبغاړو په ګډون اووه تنه په کرونا وايرس اخته شوي دي.

پي اېس اېل په خپل خبر کې ویلي وو چې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو او د لوبډلو مالکانوان لاين ناسته کړې او په سمدستي ډول يې د پي اېس اېل شپږم ودرولو اعلان کړی وو.

پي سي بي په تازه اعلاميه کې ويلي په 22 مې به لوبغاړي او نور چارواکي په يو هوټل کې د يوې اوونۍ پورې قرنطين وي او بيا به درې ورځې تمرين کوي.

دا چې د پي اېس اېل د پاتې سياليو کتو دپاره به نندارچيانو ته لوبغالي ته د تلو اجازت وي که نه وي په دغه اړه څه نه دي ويل شوي. خو له دې وړاندې په ترسره شوو سياليو کې په لوبغالي کې د نندارچيانو په حساب اول 20 فيصده او بيا 50 فيصده کسانو ته لوبغالي ته د تلو اجازه ورکړی شوې وه.

ويل پاتې نورې سيالۍ به په وړومبي جون پېل شي چې هره ورځ به پرله پسې روانې وي او پايلوبه به په 20 جون هم په کراچۍ کې وي.

پاکستان سپرليګ شپږم په 20 فرورۍ پېل شوي چې تراوسه پورې پکې 14 سيالۍ ترسره شوي دي.

د پي اېس اېل بیرته روانو پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې چارواکي وايي په ملک کې د کرونا درېمه څپه په تېزۍ سره روانه ده خوريږي.

د کرونا د درېمې څپې په اړه په خپله وزیراعظم عمران خان ويلي، دا څپه ډېره خطرناکه په تېزۍ خوريږي او د مرګونو کچه يې هم سېوا ده.

د کرونا د درېمې څپې په مهال د ملک په يو شمېر ښارونو او ضلعو کې سکولونه تړل شوي او لاک ډاون یا ټولبند هم شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG