لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا له امله 192 ډاکټران مړه شوي، پي اېم اې


په پاکستان کې د ډاکټرانو اتحاديه (پاکستان مېډېکل اېسوسي اېشن – پي اېم اې) وايي په ملک کې د کرونا څخه تراوسه پورې 192 ډاکټران مړه شوي دي، پي اېم اې تور لګوي چې د کرونا وبا په مهال د ډاکټرانو د خوندي کولو خيال نه دی ساتل شوی خو حکومت وايي د طبي عملې په خيال ساتلو يې تر ټولو زياته پاملرنه کړې ده.

د پاکستان مېډېکل اېسوسي اېشن عومي سېکتر ډاکټر قېصر سجاد وي او اې ډيوه سره په خبرو کې تاييد کړه چې په ملک کې د کرونا له امله د 192 ډاکټرانو سره د نورې طبې 30 کار کوونکي هم مړه شوي دي.

او په خېبرپښتونخوا کې د ډاکټرانو اتحاديه وايي په صوبه کې د طبي عملې 92 کار کوونکي مړه شوي چې پکې 57 ډاکټران دي.

قېصر سجاد اندېښنه څرګنده کړه که حالات په دې ډول روان وي نو ډاکټران او نوره طبي عمله د نور خطرسره مخ کېدی شي.

هغه تور ولګوو چې د کرونا وبا د وړومبۍ څپې په مهال ډاکټرانو او طبي عملې ته د خوندیتوب يا کرونا څخه ژغورنې دپاره هغه انتظامات نه وو پوره کړی شوي کوم چې پکار وو.

هغه وويل په دوېمه څپه کې ورته بيا اسانتياوې برابر کړی شوې خو بيا چې د کرونا ويکسين لګولو عمل پېل شو په وړومبۍ سر کې طبي عملې ته ويکسين لګول کېده خو اوس هغسې نه ده او طبي عملې ته د عامو خلکو په څېر ویکسين ورکول کيږي.

خو بل لور ته ځینې حکومتي چارواکي ادعا کوي چې په روغتونونو کې په خپله هم ځينې طبي عملې د کرونا ویکسينو لګولونه انکار کړی دی.

ډاکټرانو او طبي عملې ته د اسانتياو برابرولو په اړه حکومت د وړاندې نه ويلي چې د ډاکټرانو او طبي عملې خوندي کولو ته يې تر ټولو زياته پاملرنه کړې او دوی يې ژغورلي دي.

د پاکستان د ساينس او ټېکنالوجۍ وزير فواد چودري هم نن په 12 اپرېل ويلي، د کرونا د درېمې سختې څپې او په روغتونونو د سخت فشار باوجود هم په پاکستان کې د کرونا د حفاظتي الاتو، وېنټېلېټرو او نور ضروري سامان هیڅ کمی نشته.

د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه د پرون پورې په ملک کې په کرونا اخته 501 کسان په وېنټيلېټر وو او د صحت په 41 کار کوونکو کې کرونا وايرس مالوم شوې چې ورسره د کرونا ښکار طبي عملې شمېره 15زره 413 ته رسېدلی او 14زره 690 ترې ښه شوي دي.

بل لور ته په خېبرپښتونخوا کې د ډاکټرانو د صوبايي اتحاديې وياند ډاکټر سليم يوسفزی وايي، چې د کرونا وبا له امله په صوبه کې تراوسه پورې د طبي عملې 92 کار کوونکي چې پکې 57 ډاکټران شامل دي مړه شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په صوبه کې تراوسه پورې د صحت د درې زرو نه زیات کار کوونکي په کرونا اخته شوي دي.

هغه زياته کړه د کرونا څخه د خونديتوب دپاره حفاظتي جامې او نور سامانونه يواځې هغو ډاکټرانو ته ورکړی شوي چې په کرونا وارډ ډيوټي کوي او په نورو وارډونو کې ډاکټرانو ته داسې هيڅ انتظام نشته او د وايرس د خطر سره مخ دي.

هغه په خلکو غږ وکړو چې روغتون ته د تلو او ډاکټرانو سره د ليدو په وخت دې دوی ته ورپېښې مسلې نه پټوي هر څه دې ورته ښکاره وايي.

په پاکستان کې چې د کرونا درېمه څپه روانه ده تراوسه پورې د کرونا له امله په ملک کې ټول 15زره 501 کسان مړه شوي او په وروستيو کې د کرونا پېښې او د مړينو کچه هم سېوا شوې ده.

ډاکټران وايي خلک دې احتياط وکړي او د حکومت نه غواړي چې د کرونا څخه احتياطي تدابیر دې په سختۍ سره عملي کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG