لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: پوځ په جنوبي وزيرستان کې د يو ترهګر د وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ ویلي، په جنوبي وزیرستان کې يې عمليات کړي د تحریک طالبان پاکستان يو ترهګر يې وژلی دی. بل لور ته سي ټي ډي په کراچۍ کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې (اېس ار اې) د يو ترهګر کمانډر د نيولو دعوه کړې ده.

پوځ نن د نهې/ ګل په ورځ (13 اپرېل) ويلي، امنيتي ځواکونو د استخباراتي مالوماتو په خبر چې د جنوبي وزيرستان په لدها کې ترهګرو موجود دي، عمليات کړي دي.

پوځ ویلي په نښته کې يو ترهګر پير (عرف اسد) وژل شوی دی.

پوځ دعوه کړې وژل شوی ترهګر په کال 2020 کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) فعاله غړی وو.

ويل شوي هغه د ټي ټي پي د بېت الله مسيد په ډله کې شامل شوی او په امنیتي ځواکونو باندې په ترهګرو بريدونو کې ککړ پاتې شوی او د حکيم الله مسید د وژنې وروسته هغه بيا په شهريار مسيد ډله کې شامل شوی وو.

د پاکستان پوځ د ترهګر د وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې په امنیتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي او بیا په علاقه کې د هدفي وژنو پېښې هم مخې ته راغلي دي.

په کراچۍ کې د سي ټي ډي عمليات

په کراچۍ کې د سي ټي ډي پوليسو هم نن ویلي د ممتاز سومرو په نوم تورن تن يې نيولی چا چې د بهر ملکي رېسټورنټ د مالک په ګاډي د مقناطيس د لارې ريموټ کنټرول چاودنه کول غوښته.

سي ټي ډي په خبر پاڼه کې ويلي د نیول شوي تورن تن په مالوماتو يې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې سندهو دېش ريولوشنري ارمي (اېس ار اې) د کراچۍ يو مهم کمانډر جاوېد منګريو نيولی دی.

د پاکستان حکومت په کال 2020 د مې په مياشت کې سندهو دېش ريولوشنري ارمي (اېس ار اې) لاقانونه ډله ګرځولې ده.

سي ټي ډي دعوه کړې چې نيول شوي کمانډر د 20 پورې ترهګرو عملياتو کې لاس لرل تاييد کړي دي.

سي ټي ډي د ترهګرو پرضد عمليات کوونکې د پوليس ځانګړی ځواک دی.

سي ټي ډي وخت په وخت د ترهګرو د نيولو او په مقابلو کې د وژلو دعوې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG