لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: پولیس یو بل تورپوستی وژلی؛ پر ګرځبندیز باوجود یې په ضد احتجاجونه شوي


واشنګټن ـــ د امریکې په منیسوټا ایالت کې د یو پولیس افیسر په ډزو د یو بل تورپوستي د وژنې په ضد سلګونه خلک هملته د پولیس تاڼې مخته را غونډ شوي او پولیسو ګرځبندیز لګولی خو د دې باوجود خلکو احتجاجونه کړي دي.

د منیسوټا ایالت منیاپولیس ښار ته څېرمه په بروکلین مرکز کې پولیسو پر احتجاج کوونکو اوښکې بهوونکی ګېس غورځولی او د هغوی د سره وېشلو په مقصد یې ګرځبندیز لګولی دی.

د احتجاجونو په مهال د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ نښتې هم شوې او پولیس وایي قهرجنو خلکو پر پولیسو څه شیان ور غورځولي او پولیسو په نتیجه کې شاوخوا څلوېښت کسان نیولي دي.

ولسمشر جوبایډن پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې، خو احتجاج کوونکو ته امر کړی چې له تشدد او لوټماره دې لاس واخلي او وایي خلک باید د دې ځوان د وژنې د پېښې پلټنو ته انتظار وکړي.

د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ د منیسوټا ایالت په بروکلین مرکز کې پولیسو شل کلن افریقایي نسله امریکایي ډاونټې رایټ د ټرېفیک په مهال وژلی وو. له رایټ سره د ده ملګرې هم هغه وخت په موټر کې موجوده وه.

د ده د وژنې په ضد د اتوار له ورځې احتجاجونه پیل شوي وو او پرون تر ناوخته یې دوام درلود، خو نن د نهې- سه شنبې په سهار دغه احتجاجونه کم شوي دي.

پولیسو ویلي دغه تورپوستي موټرچلوونکي ټرېفیکي سرغړونه کړې وه او پولیسو یې د نیولو هڅه کوله، وایي کله چې پولیس ور نیژدې شول هغه د تښتېدو هڅه وکړه چې پولیسو ورباندې ډزې کړې دي.

د بروکلین سنټر پولیس مشر ټیم ګېنن د ګل- دوشنبې په ورځ وویل، دی په دې باور دی چې پولیس افیسر ناڅاپي او په غیرارادي توګه ډز کړی چې دغه ځوان پرې لګېدلی دی.

د منیسوټا ایالت د جرمونو اداره د دې پېښې پلټنه کوي او بروکلین مرکز ښاروال مایک ایلوټ ویلي، د ډاونټې رایټ په وژنه تورن پولیس افسر دې له دندې لرې کړل شي. مایک ویلي:

"موږ دا نه شو زغملای چې تېروتنې وکړو او په هغه کې د نورو خلکو ژوند لاړ شي. موږ به د انصاف د باوري کولو لپاره هر هغه څه کوو چې په وس مو وي".

پولیسو د خپل افسر پر وردۍ د لګېدلې کېمرې وېډیو هم خپره کړې چې پکې لیدل کېږي پولیس نیول شوي ځوان ته زولنې ور اچوي، خو هغه ځان ترې خلاس کړی او بیرته په موټر کې کښېنستی چې پولیس افسر ورباندې ډزې کړې دي او موټر لږ مخته تللی بیا درېدلی دی.

د شل کلن تورپوستي ډاونټې رایټ د وژنې پېښه په داسې وخت کې شوې چې د پولیسو په ولکه کې د یو بل تورپوستي جارج فلایډ د مرګ مقدمه په عدالت کې روانه ده. جارج فلایډ یو کال وړاندې په همدې منياپولیس ښار کې وروسته له هغه مړ شو چې یو پولیس یې پر غاړه څو منټه پښه ایښې وه او هغه ساه نه شوه اخیستلای.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG