لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو کارکن: د چین سرکاري ټي وي دې د خلکو اجباري اقرارونه نه خپروي


د سویډن د بشري حقونو یو فعال پیټر ډېلن
د سویډن د بشري حقونو یو فعال پیټر ډېلن

واشنګټن – د سویډڼ د بشري حقونو فعال پیټر ډېلن د چین په دولتي ټي وي - سي سي ټي وي - باندې ښکاره شو او ویې ویل هغه "د چین حکومت ته ضرر رسولی." او "د چینایانو احساسات یې ژوبل کړي دي."

نوموړي دغه څرګندونې د پېکنګ په یو توقیف ځای کې د دوو اونیو پوښتنو ګروېږنو وروسته کړې دي.

اوس په مډریډ کې د سېف ګارډ ډیفنډر په نامه د یوې اېن جي او مشر د چین لخوا په ټي وي باندې د خلکو د اقرار کولو پرضد غږ پورته کړی دی.

ډېلن یو نړیوال کمپاین پیل کړی چې په دولتي سي سي ټي‌ وي باندې د اجباري اقرارونو مخه ونیسي.

ډېلېن امریکا غږ ته وویل، د ولسمشر شي جېن پېنګ لپاره "دا ډېر مهم سیاست دی چې د چین نرم ځواک ( سافټ پاور) پراخ کړي، او دا مفکوره چې چین ښه راپور ورکوي او ددې کار لپاره دوی رسنیو او دوی د ټي وي چینلونو ته اړتیا لري لري."

‌هغه وړاندې وویل، "دوی کولای شي همداسې اقرارونو خپاره کړي او ښايي خپل لایسنس له لاسه ورکړي او یا هم داسې څرګندونې بندې کړي او د خپلو خپرونو لایسنس وساتي. خو په پایله کې به دوی هڅه وکړي د خپلو ټي وي ګانو لایسنسونه وساتي چې پرې خپل کار ته دوام ورکړي.‌"

په فیبرورۍ کې د افکام په نامه په برتانیه کې د رسنیو د تنظیم ادارې د چین د سي سي ټي وي د یوې بهرنۍ څانګې سي جي ټي ان لایسنس واخېسته ځکه دوی وموندله چې د لایسنس درلودونکی ایډېټوریل مسولیت نه لري بلکه هر څه د چین د کمیونېسټ ګوند لخوا کنټرولېږي.‌

د امریکا د کمیونېکېشن فدرالي کمېشن په مارچ کې ویلي وو چې دوی د هسپانیې د یوې انجیو پر هغه شکایت باندې غور کوي چې سي جي ټي ان او سي سي ټي وي فور د خبریالانو، وکیلانو، د انجیو له کارکونکو، د بشري حقونو له فعالانو او نورو داسې فعالانو څخه په زور سره د اقرار کولو په خپرولو سره د امریکا د کمیونېکېشن د فدرالي کمېشن قوانین مات کړي دي.

دوی ویلي وو چې اکثره دغه ډول کسان شکنجه شوي هم دي.

د فرانسې د رسنیو تنظیمونکې ادارې (هاي اډیو وېژول کونسل) په اپرېل کې ویلي وو چې دوی هم د ډېلن له انجیو څخه د چین د نړیوالې رسنۍ (سي جي ټي ان) په اړه شکایتونه ترلاسه کړي دي.

د اپرېل په اومه نېټه د سي جي ټي ان رسمي ویب پاڼې ډېلن د چین ضد جنګیالی دی.‌

ډېلن زیاته کړه، "د چین او لویدیځو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې یو لویه ستونزه دا ده چې چین غواړي‌ د نړیوالې ټولنې برخه شي او له دې څخه ټول امتیازات ترلاسه کړي خو معیارونو ته باید پابند نه کړای شي.‌"

ډېلن وړاندې وویل، د چین دغه چلند د لویدیځ لخوا هڅول شوی ځکه "مونږ ورسره حساب نه کوو."

د مخالفینو پرضد اقدامات:

ډېلن په بهرنیو مخالفینو کې د ولسمشر شي د پابندیو له قربانیانو څخه یو دی.‌ د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په دریمه نېټه چارواکو دی په پېکنګ کې له خپل کور څخه د تحقیقاتو مرکز ته له ځانه سره یوړ.

هغه مهال هغه له چینا اکشن په نامه له یو تنظیم سره کار کاوه چې په چین کې یې د بشري حقونو له وکیلانو سره اوږه کاله مرسته کوله.

څه باندې دوه اونۍ وروسته ډېلن په سي سي ټي وي بانې راښکاره شو.

هغه امریکا غږ ته وویل، چې هغه دوه اونۍ دی تر سختې څآرنې لاندې په یو ځآنګړي ځای کې ساتل کېده او له خپل سفارت سره اړیکې نیولو ته نه پرېښودل کېده.

ډېلېن ګارډین ته ویلي، د هغه له ګوتو سره یې مزي تړلي وو او په یوې وړې کمرې باندې یې د تحقیقاتو پر مهال سترګې څارل کېدلې.

په سېډني کې د چینايي زده کړو یو پروفیسر فینګ چانګي د استرالیا رسنیو ته ویلي، د چین خفیه پولیس د پلټنو دغه مرکزونه چلوي او په دې مرکزونو کې بندي کسان په مسلسله توګه تر پوښتنو لاندې وي، خوب ته نه پرېښودل کېږي او ډول ډول شکنجه کېږي.

ډېلن د اقرار کولو وروسته پټې سترګې په یوې الوتکه کې سویډن استول شوی او تر لسو کلونو پورې سفري بندیز لګېدلی.

ډېلن وویل، "په ټي وي باندې داسې اقرارونه د سیاسي ترهګرۍ یوه بڼه ده.‌" ډېلن وویل، "له همدې امله دا مهمه ده چې پرضد یې ودرېږو او جګړه وکړو."

د ډېلن انجیو د ۲۰۱۸ کال په اپرېل کې داسی یو راپور خپور کړ په کوم کې چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د ۴۵ داسې جبري اقرارونو ارزونه شوې وه په کوم کې چې دا ډول کسان په دوامداره توګه ګواښل شوي او شکنجه شوي وو. ‌

ډېلن دا هم وویل، چې د هغه هدف دا نه دی چې دغه چینايي رسنۍ وتړي بلکه هدف دا دی چې په دوی فشار راوړل شي چې داسې جبري اقرارونه دې په رسنیو نه خپروي او دوی فکر کوي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره یې اوږد واټن وهلي.

ډېلن وايي، دی خوښ دی چې د رسنیو د تنظیم کونکو لخوا په امریکا، برتانیې او نورو ځایونو کې مثب غبرګون ترلاسه کوي.

‌​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG