لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: کرونا وايرس نزدې لس مياشتې وروسته زیات کسان مړه کړي


په پاکستان کې کرونا وايرس په تيرو 24 ساعتونو کې 135 کسان مړه کړي دي، له دې وړاندې تير کال د جون په میاشت کې کرونا وايرس په يو شوا روز کې 153 او بيا 148 کسان مړه کړي له دغې رووسته د مړينو شمېره د 118 څخه نه وه سېوا شوې.

سرکاري شمېرې ښايي په تير شوا روز کې په ملک کې د کرونا څخه تر ټولو زياتې 79 مړينې په پنجاب صوبه کې شوي دي.

له دغې وروسته زياتې مړینې په خېبرپښتونخوا کې 49 کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 15زره 752 ته رسېدلې ده.

ويل شوي په ملک کې په تیرو 24 ساعتونو کې نور 4681 کسان په کرونا اخته شوي دي.

په پاکستان کې کرونا وايرس تر ټولو زيات مړي په پنجاب کې کړي چې شمېره يې 7141 ده.

په سيند کې 4530 او خېبرپښتوخوا کې 2732 کسانو د کرونا له امله ژوند د لاسه ورکړی دی. په اسلام اباد کې 619 او بلوچستان کې 219 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

پاکستان کې د کرونا وبا د درېمې څپې په مهال مخ په زياتي د روانو پېښو له امله په ملک کې د کرونا دپاره جوړو احتیاطي تدابيرو په سختۍ سره د عمل کولو ويل شوي دي.

قومي کمېټۍ (اېن سي او سي) ویلي، مارکيټونه به د پيشمني څخه تر ماښام شپږو بجو پورې خلاص وي.

دغه رنګ ویل شوي د خالي/ شنبې او اتوار/ يکشنبې په ورځ به کاروبارونه بند وي.

اېن سي او سي ویلي د شپې تر 12 بجو پورې به د هوټلو نه بهر د خوراکونو کولو اجازت وي، په ګاډو کې به نيم خلک سفر کولی شي، سنېماګانې او مزارونه به په مکمله توګه بند وي.

ويل شوي په لسمه روژه به بيا د حالاتو جاج اخستل کيږي. په پاکستان کې نن په 14 اپرېل لومړۍ روژه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG