لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: له افغانستانه به د مې پر لومړۍ د خپلو پاته ځواکونو ایستل پیلوو


واشنګټن ـــ د امریکې ولسمشر جو بایډن په رسمي توګه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی او وایي دې هېواد ته د القاعده ډلې د ځپلو لپاره تللي وو او خپل هدف یې تر لاسه کړی نور په دې هېواد کې د پاتېدو جواز نه لري. صدر بایډن ویلي د پاته ځواکونو وتل به د مې له لومړۍ پیلوي د سپټمبر تر یوولسمې به یې بشپړوي.

صدر جوبایډن د شورو- چارشنبې په ماسپښین له سپینۍ ماڼۍ پخپله وینا کې وویل، د ده په ګډون د امریکې څلورو ولسمشرانو د افغانستان په اوږده جګړه کې د خپلو ځواکونو څارنه وکړه او نه غواړي چې دا کار پینځم ولسمشر ته وسپاري:

"له خپلو متحدینو او همکارانو، له خپلو پوځي مشرانو او استخباراتي افسرانو، سفارتکارانو، د پرمختیا د چارو له کارپوهانو، کانګرس او مرستیالې ولسمشرې [کمالا هېریس] سره تر نیژدې مشورو وروسته دې نتیجې ته رسېدلی یم چې نور د امریکې د اوږدې جګړې د ختمولو وخت دی. همدا وخت دی چې امریکایي ځواکونه کور ته را ستانه شي".

صدر بایډن خبرداری ورکړ چې که طالبان د دوحې پر تړون ونه درېدل او په افغانستان کې یې بهرنیو ترهګرو ته ځای ورکړ نو حساب به ورسره وکړي. صدر بایډن وویل افغان حکومت هم هوډ څرګند کړی چې بهرني ترهګر به په هېواد کې نه پرېږدي.

د امریکا ولسمشر وویل نور نه شي کولای چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو موده وغزوي، وایي هیله لري چې د خپلو ځواکونو وتلو ته یې ایډیل حالت برابر شي او وایي کېدای شي دا کار جلا نتیجه ورکړي:

"امریکا به د دې کال د مې په لومړۍ نېټه د خپلو پاته ځواکونو ایستل پیلوي، موږ په وتلو کې بیړه نه کوو، موږ به دا کار په بشپړې ذمه وارۍ، ارادې او خوندي توګه له خپلو متحدینو او هکارانو سره په پوره سلا مشورې سره کوو، ځکه چې هغوی اوس هم په افغانستان کې تر موږ زیات پوځیان لري".

صدر بایډن وویل نور به په افغانستان کې په پوځي چارو کې برخه ونه لري، خو وایي له افغان ولس او حکومت سره به په بشري او سفارتي برخه کې مرستې او همکارۍ ته دوام ورکوي.

ولسمشر بایډن وویل امریکا او متحدین به یې د روزنې او نورو وسایلو په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکوي او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې به همکاري کوي.

صدر بایډن د افغانستان پر څنګلورو هېوادونو خصوصاً پر پاکستان، هند، چین، روس او ترکي ږغ وکړ چې له افغانستان سره مرسته وکړي ځکه چې وایي دوی ټول د پرامن افغانستان په راتلونکي کې برخه لري.

ولسمشر بایډن وویل د افغانستان په شل کلنه جګړه کې 2,488 امریکایي پوځیان وژل شوي او 20 زره 722 نور ټپیان شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د امریکې له ولسمشر جوبایډن سره په ټیلیفون خبرې کړې دي. ولسمشر غني پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت د امریکې د پرېکړې درناوی کوي او موږ به له خپلو امریکایي متحدینو سره کار کوو چې په ښه توګه [د دوی] لېږد باوري کړو. د افغانستان ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه په بشپړه توګه د خپل ولس او هېواد د دفاع وړتیا لري".

طالبانو د امریکې د اعلان مخالفت کړی او ویلي یې دي چې که د امریکې په ګډون ټول بهرني ځواکونه د دوحې له تړون سره سم د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ونه وزي نو د هر ډول بدو نتیجو ذمه وار به هغه څوک وي چې له دې تړونه سرغړونه کوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې به نور په هیڅ داسې کانفرنس کې ګډون ونه کړي چې د افغانستان په اړه پرېکړه پکې کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د ویب ډیولپمنټ تربیت جینکو ته څه ګټې ورکولې شي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:21 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG