لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلينکن د باجوه سره د افغانستان او په نورو موضوعاتو خبرې کړي


د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره په ټيليفون د افغانستان د سولې د خبرو ترڅنګ په نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ وياندې ادارې (ايي اېس پي ار) ويلي دغه خبرې د شورو/ چارشنبې په ورځ (14 اپرېل) باندې شوي دي.

ايي اېس پي ار ویلي په ټيليفوني خبرو کې د شريکو ګټو، سيمې د امنيت او د افغانستان د سولې د خبرو په عمل کې په تازه پرمختګ او نورو دوه اړخيزه مرستو په اړه بحث شوی دی.

د پاکستان د پوځ مشر ويلي پاکستان تل د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو د عمل ملاتړ کړی چې ټول شريک فريقېن پرې متفق وي.

د ايي اېس پي ار په وېنا د امریکا د بهرنيو چارو وزير د پاکستان ستاينه کړې چې په سیمه کې يې د سولې او ثبات دپاره هڅې دوامداره ساتلي او ژمنه يې کړې چې دواړه هېوادونه به دوه اړخيزه اړيکې نورې پراخه کړي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په خپله د دغو ټيليفوني خبرو په اړه کوم بيان نه دی ورکړی.

انتوني بلينکن د پاکستان د پوځي مشر سره دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې هم د شورو په ورځ د امریکې ولسمشر جو بایډن په رسمي توګه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی او ویلي يې دي دغه هېواد ته د القاعده ډلې د ځپلو لپاره تللي وو او خپل هدف یې تر لاسه کړی نور په دې هېواد کې د پاتېدو جواز نه لري.

صدر بایډن ویلي د پاتې ځواکونو وتل به د مې له لومړۍ پېلوي د ستمبر تر 11 به یې بشپړوي.

صدر جوبایډن له سپینۍ ماڼۍ پخپله وینا کې ويلي، د ده په ګډون د امریکې څلورو ولسمشرانو د افغانستان په اوږده جګړه کې د خپلو ځواکونو څارنه وکړه او نه غواړي چې دا کار پینځم ولسمشر ته وسپاري:

"له خپلو متحدینو او همکارانو، له خپلو پوځي مشرانو او استخباراتي افسرانو، سفارتکارانو، د پرمختیا د چارو له کارپوهانو، کانګرس او مرستیالې ولسمشرې [کاملا هېرېس] سره تر نیزدې مشورو وروسته دې نتیجې ته رسېدلی یم چې نور د امریکې د اوږدې جګړې د ختمولو وخت دی. همدا وخت دی چې امریکایي ځواکونه کور ته را ستانه شي".

افغانستان د امریکا د فېصلې درناوی کړی چې د مې د مياشتې نه د خپلو ځواکونو ويستل پېلوي او پاکستان تراوسه پورې په رسمي ډول د امریکا دې بيان ته کوم غبرګون نه دی ښکار کړی.

XS
SM
MD
LG