لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر اینټني بلینکن په ناڅاپي سفر کابل ته تللی


واشنګټن ـــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په برسلز کې د نېټو تر غونډې وروسته په نااعلان شوي سفر کابل ته رسېدلی او هلته یې له افغان چارواکو سره د خپلو ځواکونو پر ایستلو او د یوه نوي پړاو پر پیلولو خبرې کړې دي.

د افغان ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي بلینکن له ولسمشر غني سره لیدلي دي. خبرپاڼه وایي صدر غني بلینکن ته وویل، حکومت یې د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکې د پرېکړې درناوی کوي او د پوځونو په ایستلو کې به ورسره مرسته کوي.

خبرپاڼه وایي ولسمشر غني اینټني بلینکن ته ویلي "اوس ېچ امریکا له افغانستانه د خپلو پوځونو د ایستلو نیت لري، د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیز درناوي او ګډو ګټو په بنیاد د همکارۍ د یو نوي باب په پیل کې روښانه بحث ته اړتیا ده".

اینټني بلینکن له ولسمشر غني سره د خبرو په مهال په تېره شل کلنه جګړه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ یادې کړې دي او ویلي یې دي، "له افغانستانه زموږ د ځواکونو ایستل د دواړو هېوادونو تر منځ د سټرېټیجیکو اړیکو د کمزوري کېدو په معنا نه دي او امریکا له افغان دولت او خلکو سره ژمنو ته پابنده ده".

اینټني بلینکن په داسې وخت کې ناڅاپي کابل ته سفر کړی چې پرون د امریکې ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، د مې له لومړۍ نېټې به له افغانستانه د خپل ځواکونو ایستل پیل کړي او د ستمبر تر یوولسمې به ټول پاته ځواکونه وباسي.

ایټني بلینکن په کابل کې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي دي. له ډاکټر عبدالله سره په خبرو کې هم اینټني بلینکن ویلي، د ځواکونو له ایستلو وروسته به هم له افغانستان سره همکاري روانه ساتي:

"د دوو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکارۍ یو نوی باب پیل شوی دی او امریکا به له افغان حکومت او ولس سره د دې باب په مختلفو وختونو کې همکارۍ ته دوام ورکړي".

اینټني بلینکن په کابل کې د امریکې په سفارت کې د امریکایي پوځیانو له یوې ډلې سره هم لیدلي او په افغانستان کې یې د هغوی د کار او هڅو ستاینه کړې ده. ښاغلي بلینکن دوی ته ویلي:

"څه چې تاسې او ستاسې مشرانو په تېرو شلو کلونو کې کړي هغه بېخي غیرمعمولي کارونه دي".

ایټني بلینکن د امریکې په سفارت کې د افغانستان د مدني ټولنې له ځینو غړو سره هم لیدلي او هغوی ورته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په صورت کې خپلې اندېښنې وړاندې کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG