واشنګټن ـــ په امريکا کې د ډاکټرانو ډلې لا تراوسه د جانسن اېنډ جانسن کمپنۍ د وېکسينو په اړه آخيري فېصله نه ده کړې د کوم په اړه چې داسې اندېښنې دي چې ګنې په ځينو خلکو کې وينه جم کوي.
په امريکا کې د ناروغيو د مخنيوي د مرکز مشاورتي کمېتۍ د شورو- چارشنبې په ورځ يوه بیړنۍ غونډه وکړه چې ورځ وړاندې دغې کمېټۍ د جانسن اېنډ جانسن جوړ وېکسينو د عارضي بندولو فېصله وروسته له هغې کړې وه چې دغو وېکسينو په شپږو ښځو کې د وينې جم کېدلو ناروغي پېدا کړې وه.
په امريکا کې په اووه لکه خلکو کې صرف په شپږو ښځو کې دغو وېکسنو د وينې جم کېدلو خطرناکه بيماري پېدا کړې ده.
په واشنګټن يونيورستۍ کې ډاکټره بېت بېل هم د يو شمېر نورو ډاکټرانو په څېر په دې نظر ده چې د دغو وېکسينو د بندولو د فېصلې نه وړاندې نور معلومات را ټولول پکار دي. ډاکټر بېت وايي، داسې پېغام ورکول نه غواړي چې ګنې په دغه وېکسينو کې څه لانجه ده.
جانسن اېنډ جانسن د خپلو وېکسينو په ضد د لانجمنو رپوټونو وروسته يورپ د پاره خپل وېکسين استول ودرولي دي، چرته چې د وړاندې نه د وېکسينو کمی دی او هلته اېسټرا زېنيکا وېکسينو هم په ځينو خلکو کې د وينو د جم کېدلو ناروغي پېدا کړې ده.
جانسن اېنډ جانسن او اېسټرا زېنیکا دواړه کمپنۍ انساني خليو ته ډي اېن اې دننه کوي چې د کرونا رنځ په ضد دفاعي نظام مضبوطوي.
ډېنمارک په نړۍ کې لومړی داسې ملک دی چې د وينې د جم کېدلو په اساس يې په خپل ملک کې د آسټرازېنيکا وېکسينو استعمال بند کړی دی.
د جانسن اېنډ جانسن او اېسټرازېنیکا ويکسينو کې د لانجې وروسته يورپي يونين د شورو- چارشنبې په ورځ د فاېزر کمپنۍ جوړ وېکسينو 50 ميلينه ډوزه اخيستي دي چې د جون د مياشتې تر آخېره به ورته ورکړل شي.
په داسې حال چې کرونا وایرس په نړۍ کې د دريو ميلينو نه زيات کسان مړه کړي او 138 ميلينه نه زيات يې ناروغه کړي دي دغې وایرس د لاسه سږ کال بيا د ټوکيو المپک لوبې د ځنډېدلو امکان دی.
هر څه که جاپان د ټوکيو اولمپکس د خاطره د کرونا وایرس د مخنيوي د پاره اېمرجنسي لګولې ده خو بيا هم اکثره جاپانيان په دې نظر دي چې د کرونا وایرس نه د بچ کېدلو په خاطر دې ټوکيو اولمپکس وځنډول شي.