لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هند او پاکستان استخباراتي چارواکو په دوبۍ کې ملاقات کړی. رایټرز خبري ادره


خبري ادارې رایټرز په یو تازه رپورټ کې ویلي دي، چې د هند او پاکستان استخباراتي ادارو اعلا چارواکو د روان کال جنورۍ په میاشت کې په دوبۍ کې لیدلي او د ملاقات نه باخبره سرچینو ویلي دي چې ددې هڅو مقصد ددواړو هېوادونو ترمنځ د کشمیر په مسله د زیات شوې پوځي تاوتریخوالی راکمول دي.

دا ملاقات په کال 2019 کې په کشمیر کې د هند په پوځ د برید او ددې په غبرګون کې د هندي جنګي الوتکو لخوا د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د بمبارۍ او ددې په پایله کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د سفارتي اړیکو ماتېدو وروسته په اول ځل شوی دی.

رایټرز خبري ادارې خپل رپورټ کې ویلي دي چې د متحده عرب اماراتو د واشنګټن لپاره سفیر یوسف ال اوتېبه په سټېنډ فورډ پوهنتون کې د شورو یا چارشنبې په ورځ یو وېبنار ته د وینا پر وخت ښکاره کړه چې یو ای اي د کشمیر په مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ د پورته شوي تاوتریخوالي راکمولو او د ډزبندۍ لپاره خپل رول لوبولی دی.

د امارتو سفیر هیله ښودلې چې دا خبرې به د سفارتي اړیکو په ځای کولو او

او تعلقات صحت منده کچې ته راوستلو کې مرسته وکړي.

اوتېبه ویلي دي چې داسې ملاقاتونه کېدې شي دوي ښه دوستان جوړ نه کړي خو وايي دومره به وشي چې دوي تعلقاتو ته فعاله وي، څه عملي ګامونه پورته کړي او د یو بل سره خبرې کوي.

هند او پاکستان په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی؟

د پاکستان او هند د چارو په اړه دفاعي څېړونکې عائشه صدیقي ویلي دي چې د دواړو هېوادونو مشران د تېرو څو میاشتو راهیسې د یو بل سره په بیلا بیلو هېوادونو کې ملاقاتونه کوي. عایشه صدیقي انډېپېنډنټ اردو ته ویلي دي چې د هند او پاکستان لوړ رتبه چارواکو په تهايي لېنډ، دوبۍ او لندن کې څو وارې ملاقاتونه کړي دي خو چېری هم په حکومتي کچه د داسې ملاقاتونو خبره نه ده شوې، په دې وجه دې ته څه نوم نشي ورکول کېدلی البته دا ویلی شو چې هو اړیکې یې جوړې شوي دي.

د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ دوه وارې دواړو هېوادونو ته د خپل مېنځي تعلقاتو سمولو لپاره د مېنځګړتوب وړاندیز هم کړی وو خو په دې اړه څه مثبته پرمختګ نه وه لیدل شوې.

د پېښور پوهنتون د عالمي چارو د څانګې پخواني مشر او څېړونکي اعجاز خټک په دې اړه ویلي دي چې داسې ملاقاتونه ښه خبره ده خو ددې دا مطلب نه دی چې ګنې ستونزې حل شوې.

خو که خبرې شورو شوې نو کېدی شي په تاوتریخوالی کې لږ څه کمی راشي او حالات ښه شي.

په دی وروستیو کې دواړه هېوادونه د کشمیر په مسله د یو بل په ضد لا نور د یو بل سره په ترڅ شوي، هند د کشمیر آئیني حېثیت بدل کړی او په کشمیر یې قانوني واک لا نور مستحکمه کړی او پاکستان هم داسې سرحدي نقشه خپره کړی وه چې پکې یې د کشمیر دواړه برخې خپله برخه کې ښودلی وې.

د هند او پاکستان ترمنځ په استخباراتي کچه د ملاقات دا خبرې په داسې مهال خپرېږي چې په سیمه کې هم نوې سیاسي او سټراټیجيک پرمختګونه روان دي.

د امریکا صدر جو بایډن د یولسم ستمبر او نېټو روان کال اخره پورې د خپلو ټولو ځواکونو وېستلو اعلان کړی دی.

د پېښور پوهنتون د امن او مزاعاتو د چارو د څانګې یو استاد پروفېسر جمیل چترالي وي او ای ډیوه ته ویلي دي چې راتلونکې څو میاشتې د سیمې د پاره ډېرې مهمې دي او د هند او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې به د افغانستان د سولې لپاره هم ښې وي ځکه چې دواړه بیا په هلته هم یو بل ته ولاړ وي.

جمیل چترالي وايي چې کله د هند او پاکستان ترمنځ شخړې موجودې وي نو پاکستان کې لیدلی شوي دي چې د کشمیر په نوم ډلې جوړېږي او دغه ډلې بیا په افغانستان کې هم فعالیتونه کوي.

XS
SM
MD
LG