لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنورو وزیرانو ترڅنګ عمران خان‌ په څلورم ځل دخپل حکومت دخزانې وزیر بدل کړو


دعمران خان د حکومت د درېوؤ کالو نه کمه موده کې په څلورم وار هم د خزانې وزیر بدل کړل شوی اؤ اوس دا منصب د حماد اظهر پځائ د پوځي امر پرویز مشرف د واکمنۍ په دور کې د خزانې وزیر شوکت ترین ته سپارل شوی.

وزیراعظم عمران خان دځېنو نورو وزیرانو منصبونه هم بدل کړي چې داطلاعاتو وزارت د شبلي فراز نه اخستی اؤ فواد چوهدري ته یې ورکړی اؤ د فواد چوهدري د سائنس وزارت یې شبلي فراز ته سپارلی دی.

حماد اظهر چې اوس اوس د حفیظ شیخ پځائ دخزانې وزیر ټاکل شوی ؤ هغه نه هم د خزانې وزارت بېرته اخستل شوی اؤ شوکت فیاض ترین ته ورکړل شوی دی.

همدا شان د حماد اظهر څخه د صنعتونو اؤ پیداوار وزارت هم خسرو بختیار ته سپارل شوی دی.

دانرژۍ د وزیر عمرایوب نه هم دهغه وزارت اخستل شوی اؤ حماد اظهر ته سپارل شوی دی اؤ عممر ایوب اوس د اقتصادي چارو وزیر مقرر کړل شوی دی.

پېښور کې میشت په حکومتي اؤ سیاسي چارو ژور نظر لرونکی خبریال یاسر حسین وایي په کابینه کې بدلونونه په هر دور کې کیږي اؤ د وزیرانو په کاردګردګۍ کې دبهترۍ راوستلو دپاره دا بدلونونه اړین وي.

خو هغه وایي چې د خزانې د وزیرانو پرله پسې بدلول دپاکستان خراب اقتصادي حالت اؤ دنړۍ لخوا پاکستان نه دخپلو پورونو بېرته غوښتنې پسې اړه لري.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دایي ایم ایف اؤ ځېنو نورو نړیوالو مالیاتي ادارو پورونه دپاکستان دپاره په موجوده حالاتو کې په مرۍ کې د نښتي هغه هډوکي‌ په مثال دي چې نه یې تېرولی شي اؤ نه یې راغورځولی شي.

یاسر حسین وایي فعلا حکومت سره داسې هیڅ قابل ذکر منصوبه په لاس کې نشته چې د بهرنیو پورونو د بېرته ستنولو تابیا پرې وکړل شي اؤ اوس ټول انحصار په دې لري چې داسې کسان رامخکې کړي چې هغه دایي ایم ایف، نړیوال بانک اؤ نورو مالیاتي ادارو نه په ریلیف یا اسانیو اخستلو کې مهارت ولري.

نوموړی وایي شوکت ترین اؤ حفیظ شیخ چونکې تر دې وړاندې هم د پیپلز پارټۍ اؤ پرویز مشرف د واکمنۍ په دورو کې دخزانې وزیران پاتې شوي دي نو دا دواړه شخصیات په نړیوالو مالیاتي فورمونو پاکستان دپاره یو څه اسانۍ پیدا کولی شي خو دا اسانۍ به هم دعارضي بڼې وي.

هغه وایي چونکې حفیظ شیخ د سنییټ الیکشن کې په پاتې راتلو په ائیني توګه پخپل منصب نور نه شو پاتې کیدای نو ځکه له وزارت لرې کړی شوی ؤ اؤ اوس چې شوکت ترین د وزیر په توګه واخستل شو نو دا ائین وزیراعظم ته ځانګړی اختیار ورکړی چې یو تن د شپږو میاشتو دپاره وزیر ټاکلی شي.

هغه وایي له شپږو میاشتو وروسته به ارو مرو د وزارت په کرسۍ دپاتې کیدو دپاره شوکت ترین ته د قامي اسمبلۍ غړی یا سنییټر منتخب کیدل وي

پاؤ کم درې کاله د عمران خان د حکومت وشول خو په دې لنډه موده کې یې دا څلورم دخزانې وزیر بدل کړو .

دعمران خان په حکومت کې وړومبی اسد عمر ته دخزانې وزارت سپارل شوی ؤ بیا دهغه نه واخستل شو اؤ حفیظ شیخ ته وسپارل شو.

دحفیظ شیخ نه وروسته حماد اظهر ته دا وزارت ورکړل شو، خو حماد اظهر لا په یاد وزارت کې سمه ساه هم نه وه اخستې چې له هغه یو ځل بیا دا وزارت شوکت ترین ته ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG