لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کورونا واکسین ښايي هر کال خلکو ته ورکړل شي


واشنګټن – د فایزر په نامه د سترې امریکايي درمل جوړونکې کمپنۍ مشر ویلي، د کورونا واکسین ښايي د والګي یا زکام (فلو شاټ) په څېر هر کال خلکو ته ورکړل شي.

د فایزر مشر البرت بورلا په یوې ریکاډ شوې مرکه کې ویلي، "د کورونا وایرس زیات د انفلوینزا وایرس په څېر ښکاري نه د پولیو وایرس په څېر."

د پولیو وایرس په ماشومتوب کې خلکو ته ورکول کېږي په داسې حال کې چې د والګي واکسین هر کال خلکو ته ورکول کېږي.

بورلا وویل،‌ زیاتې څېړنې ته اړتیا ده خو داسې ښکاري چې د اوسني واکسین دریم ډوز به د شپږو څخه تر ۱۲ میاشتو مړوده کې خلکو ته ورکړل شي او تر هغې وروسته به بیا هر کال د دې واکسین اخېستل تکرارېږي.

دې ته ورته په سپینه ماڼۍ کې د کورونا د غبرګون له ډلې څخه ډېوېډ کېسلر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وکیلانو ته وویل، چې امریکا باید د کورونا د نورو شاټونو لپاره پلان جوړ کړي.

کیسلر وویل، د بایډن اداره اوس هم د واکسین د دوام موده مطالعه کوي خو دی فکر کوي چې ښايي بل ډوز واکسین اخېستلو ته اړتیا شي.‌

په هند کې د جمعې په ورځ د کورونا ۲۱۷۰۰۰ پېښې موندل شوي:

په هندوستان کې د جمعې په ورځ د کورونا ۲۱۷۰۰۰ پېښې رپوټ شوي چې دا په تېرو نهو ورځو کې په پرلپسې توګه د کورونا د ورځنیو پېښو زیاتوالی په ډاګه کوي.‌

په هند کې د کورونا د پېښو له زیاتوالي سره په روغتونونو کې د بسترونو او اوکسیجن سخت کموالی رامنځ ته شوی.

په هند کې د کورونا د پېښو له زیاتېدو سره دغه هېواد مجبوره شوی چې نورې نړۍ ته د کورونا د واکسینونو لېږد وځنډوي او پر ځای یې جوړ کړی واکسین په کورنۍ توګه خلکو ته ولګوي.

په نوي ډلي کې روغتیايي چارواکي اس کې سېرېن اسوسېټېډ پریس ته ویلي،‌ د کورونا د پېښو زیاتېدل خطرناکه دي.

ځینو روغتیايي چارواکو ویلي،‌ د هندووانو له وروستیو مذهبي فیسټیوالونو سره چې عبادت کونکو به پکې د ګنګا په سیند کې لامبلې او همدارنګه د وروستیو سیاسي لاریونونو له امله کورونا په چټکۍ سره په خلکو کې خپره شوې.

همدارنګه په هند کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۸۵ تنو ته رسېدلی چې د تېرو اوو میاشتو راهیسې په یوه ورځ کې په دغه هېواد کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی.

په امریکا کې ۳۰ فیصده بالغ کسان په بشپړه توګه واکسین شوي:

په امریکا کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي،‌ تر ۳۰ فیصدو زیات بالغو امریکایانو ته د کورونا بشپړ واکسین ورکړل شوی او دا فیصدي په زړو خلکو کې ۶۴ فیصدو ته رسېږي.

دوی وايي،‌ دا په دې معنی چې ۷۸.۵ میلیونو بالغو کسانو ته په امریکا کې د کورونا بشپړ واکسین ورکړل شوی.‌

سي ډي سي‌ دا هم ویلي، چې ۴۸ فیصده بالغو کسانو ته لږ تر لږه د کورونا واکسین یو ډوز ورکړل شوی او دا فیصدو په زړو خلکو کې ۸۰ فیصدو ته رسېږي.

۶۴ فیصده زاړه خلک په بشپړه توګه واکسین شوي.‌

سي ډي سي دا هم ویلي،‌ چې ۵۸۰۰ داسې کسان هم رپوټ شوي چې د واکسین له اخیستلو سره سره په کورونا اخته شوي دي او یادې ادارې ویلي،‌ چې په زرګونو داسې نورې پېښې به هم ښايي‌ رامنځ‌ ته شي که څه هم واکسین خپل کار کوي.

دا سي ډي سي لخوا دا معلومات په داسې حال کې ورکړل شوي چې د جانسن انډ جانسن واکسین په موقتي توګه بند شوی دی.

د امریکايي روغتیا پوهانو لخوا د جانسن انډ جانسن یو ډوزه واکسین په اړه وروستۍ پرېکړه وروسته له هاغې ځنډول شوې چې ددغه واکسین او په نادره توګه د وینې د پنډېدو ترمنځ اړیکې موندل شوي چې خطرناکې ګڼل شوي.‌

د سي ډي سي د واکسین کمېټې د شورو یا چهارشنبې په ورځ هغه مهال بیړنۍ غونډه وکړه کله چې په شپږو مېرمنو کې چې عمرونه یې د ۱۸ او ۴۸ کلونو ترمنځ وه په دماغ کې وینه ټینګه شوه. یو له دغو مېرمنو څخه مړه شوه او یوه بله په خطرناک حالت کې روغتون ته رسول شوې ده.

له واکسین اخېستلو ورسته په دماغ کې وینه د شپږو څخه تر ۱۳ ورځو منځ کې ټینګه شوې ده.

خو دا شپږ پېښې یواځې په امریکا کې د جانسن انډ جانسن د اوه میلیونه واکسین شویو کسانو ترمنځ شوي دي.‌

د جانسن انډ جانسن واکسین ترڅنګ د برتانیې د اکسفورډ پوهنتون او برتانوۍ سویډنۍ اسټرا زېنېکا کمپنۍ لخوا جوړ واکسین څخه هم په دماغ کې د وینې د پنډېدو پېښې رامنځ ته شوې دي.

دا په داسې حال کې چې، د روغتیا د نړیوالې ادراې یا ډبلیو اچ او سیمیز مشر هنز کلوج د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې په اروپا کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر له یو میلیون څخه واوخت.

په دغه سیمه کې هر اونۍ تر ۱.۶ میلیونو پورې د کورونا نوې پېښې موندل کېږي.‌

XS
SM
MD
LG