لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس ويلي د امریکا په ځواب کې لس امریکايي سفارتکار اوباسي


روس ویلي د امریکا د بندېزونو په ځواب کې به روس هم د امريکا لس سفارتکار اوباسي او د واشنګټن پرضد به نور ګامونه پورته کړي.

د روس د بهرنيو چارو وزیر سرګۍ لاوروف د سربيا د بهرنيو چارو وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې دغه اعلان کړی دی.

هغه ويلي لسو امريکايي سفارتکارو ته ویل شوي چې ووځي. سرګۍ لاوروف ویلي، په اته لوړ پوړو امريکايي چارواکو يې روس ته په سفر بندېز هم لګولی چې پکې څارنوال، د بايډن د کورنيو پاليسو سلاکار او د اېف بي ايي ډايريکر شامل دي.

روس ویلي د امریکا سره به هغه تړون هم وتړي چې ترمخه يې امریکايي سفارتکار په روس کې په ازاده ګرځېدلی شو، ویل شوي امریکايي سفارتخانه به اوس روسيان هم په سفارتخانه کې د عملې په توګه نه شي ګماري، د امریکايي سفارتکارو دپاره د لنډ وخت ويزه محدود کړی شوې او د امریکا غېر دولتي ادارې يې هم د کاره ودرولي دي.

روس دغه ګامونه وروسته له هغې پورته کړي چې د امریکا د صدر جو بايډن انتظاميې د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (15 اپرېل) د امریکا د کال 2020 په صدارتي انتخاباتو کې د لاسوهنې په تور په روس بندېزونه لګولي وو.

روس دغه تورونه رد کړي چې د امریکا په صدارتي انتخاباتو کې يې لاس درلود.

امریکې د روس لس سفارتکارو ته د وتلو امر کړی او ورسره یې د روس په څو کمپنيانو او کسانو بندېزونه هم لګولي دي.

څيړونکي وايي امريکا توان لري چې د روس معيشيت کمزوری کړي. او که څه هم روس په ګرده نړۍ کې امریکايي ګټو ته په بېلابيلو لارو زيان اړولی شي خو هغه رنګ د ځواب وړتيا نه لري.

په داسې کې چې د دواړو هېوادونو له خوا د سفارتکارو او بندېزونو ويل شوي روانه اوونۍ بايډن د روس صدر پيوټن سره په ټيليفوني خبرو کې ویلي، په درېمګړي هېواد کې دواړه ليده کاته کولی شي.

د بنديزونو د اعلان په اړه نوموړي ویلي دواړه هېوادونه غور کولی شي چې ترمنځ يې تاو تريخوالی راکم شي.

د امریکا صدر ویلي د روس سره باثباته اړيکې غواړي.

د کريملن ویاند د جمعې په ورځ ويلي پيوټن بيا بيا دغه خبره کړې چې خبرو ته تیار دي خو وياند د ليدنې په اړه څه نه دي ويلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG