لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایټمي تړون: د امریکې او ایران خبرو کې لږ پرمختګ شوی خو لا ډېر اختلافات شته


واشنګټن ـــ د ایټمي تړون پر ځای ساتلو لپاره په مزاکراتو کې د ایران اعلی مزاکرات کوونکي د خالي- شنبې په ورځ په خبرو اترو کې د پرمختګ وینا کړې ده خو وايي حتمي لوظنامې ته د رسېدلو لپاره لا ورته کار ډیر پاتې دی.

په 2015م کال کې د شوي ایټمي تړون د بحالۍ لپاره ایران او د نړۍ د غټو طاقتونو تر منځ خبرې اترې په ویانا کې بیا شورو شوي دي. د ا مریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په 2018م کال کې امریکا د لوظنامې نه بهر کړې وه.

د ایران اعلی مزاکرات کوونکي عباس عراقچي سرکاري مېډیا ته ویلي دي چې د فریقینو تر منځ د حتمي مقصد د تر لاسه کولو په اړه یوه منځنۍ لاره موجوده ده او په خبرو اترو کې د یو بل د پوهې په اړه یو نوی پرمختګ شوی دی.

خو نوموړي زیاته کړې چې وړاندې لاره ډېره اسانه نه ده او ځینې شایانو باندې ډیر اختلافات موجود دي.

په مذاکراتو کې د چین استازي ویلي دي چې د 2015م کال په تړون کې شاملې نورې ډلې د مسئلو د هواری لپاره په چټکو ګامونو پورته کولو سلا شوي دي. لکه د ایران خلاف امریکا به کومې پابندۍ ختموي او ایران به په تړون د عمل کولو لپاره کوم ګامونه پورته کوي.

ایران چې یو څو ورځې وړاندې د یورېنیم زرغوني یا د یورینیم د پاکۍ کچه د 60 فيصدي پورې د رسولو اعلان وکړو نو په امکاني توګه د فریقینو تر منځ خبرې یې پیچلی کړې. شپیته في صده د پاکۍ کچه د وړاندې نه درې چونده سېوا وه.

تېره هفته د نتنز په ایټمي ودانۍ د برید په ځواب کې تهران د یورېنیم زرغوني کولو د هلو ځلو اعلان کړی وو. ایران د دې حملې تور په اسرایل لګوي خو اسرایل ګڼي چې ایران د ده وجود ته خطره ده.

کوم وخت چې په ویانا کې خبرې اترې شورو کېدلې دغه وخت د ایران سرکاري ټیليویژن 43 کلنه رضا کریمي په دې حمله کې مشکوک وباله او ویې ویل چې دغه تن د برید نه یو څو ساعته وړاندې د ملک نه تښتېدلی دی.

سرکاري ټیليویژن د پاسپورټ په اندازه یو عکس یا تصویر هم خپور کړو او په تصویر کې د دغه تن پیژندګلو يې د کریمي په نامه کړې او ویلي یې دي چې دی د ایران په کاشان ښار کې پیدا شوی وو.

سرکاري ټیليويژن په خپل رپورټ کې ویلي دي چې د دغه تن د نیولو او وطن ته د بیرته راوستلو لپاره ټول قانوني ګامونه پورته کوي.

يورپي اتحاد ویلي دي چې په مذاکراتو کې یورپي چارواکي او د برتانیې، چین، فرانس، جرمني، روس او ایران استازي برخه اخلي.

د 2015م کال تړون د عمل ګډ هراړخیز پلان (جې سي پي او اې) په نامه یادیږي. په تړون کې ایران ته تر څه حده پورې د خپلو ایټمي هلو ځلو د ساتلو په بدل کې په پابندیو کې د نرمۍ رعایت ورکړل شو.

د ایران، جرمني او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پینځو مستقل غړو ملکونو تر منځ په ویانا کې تړون لاسلیک کړل شوه.

خو په 2018م کال کې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په دې لوظنامې نیوکې شورو کړې او ویلي يې وو چې تړون د ایران د سرغړونو د مخنیوي لپاره مناسب ګامونه نه لري.

ټرمپ امریکا د لوظنامې نه بهر کړه او په ایران يې د خپلې خوا بندیزونه سېوا کول شورو کړل. له هغه یو کال وروسته ایران هم په ځواب کې د ایټمي تړون د حدود نه بهر بیرته خپلې جوهري هلې ځلې شورو کړې.

XS
SM
MD
LG