لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جلال اباد:په نمانځه ولاړ دیوې کورنۍ اته غړي وژل شوي


چارواکي وایي دافغانستان په ختیز ولایت ننګرهار کې د تراویحو د نمونځ په مهال د وسله والو ډزو کې د یوې کورنۍ اته کسان وژل شوي چې پینځه تنه پکې وروڼه دي.

دننګرهار والي ښاغلي ضیاء الحق امرخیل پخپله رسمي فیس بک پاڼه لیکلي چې دا پېښه دشنبې په ماسخوتن دجلال اباد ښار دنهمې ناحیې دنغلو دسراچه علي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د والي امرخیل په وینا د تراویحو دنمونځ په مهال دحاجي عبدالوهاب د کورنۍ په غړو برید شوی چې پکې دهغه پینځه زامن اؤ درې وریرونه وژل شوي دي.

والي وایي لومړني معلومات ښایي چې دا پېښه دشخصي زمکې پسر دجنجال له امله رامنځته شوې ده.

هغه ویلي امنیتي اؤ کشفي ارګانونه سیمې ته رسیدلي، دپېښې پلټنې پیل شوي اؤ په ټول توان سره به دې پېښه کې دککړو کسانو دنیولو هڅه وشي.

ددې پېښې په هکله نور جذئیات مخې ته نه دي راغلي اؤ نه روښانه شوې ده چې دحاجي عبدالوهاب کورنۍ دچا سره دښمني لرله خو په افغانستان کې دزمکې پسر د دښمنیو روایت د زمانو راهسې راروان دی اؤ په بیلابیلو وختونو کې ګڼ شمیر کسان د زمکو په لانجو اؤ دښمنیو وژل شوي دي.

ختیز ولایت ننګرهار دپاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې سره په پوله پروت دی اؤ په خیبر پښتونخوا کې هم زیاتره مهال د زمکو پسر دښمنیو کې دغسې وژنې کیږي.

هم دشنبې په ورځ دخیبر پښتونخوا په دره ادم خیل سیمه کې د زمکې په سر د دوؤ ډلو نښته کې یو پلار اؤ دهغه درې زامن وژل شوي اؤ دوه تنه نور ژوبل شوي دي

XS
SM
MD
LG