لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شیخ رشید:حکومت تحریک لبیک سره مذاکرات پیل کړي اؤ پولیس پشا تللي


پاکستان کې دناچله ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک سره دخبرو نه انکاري دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي حکومت دتحریک لبیک پاکستان سره خبرې اترې پیل کړي چې په کامیابۍ سره پرمخ روانې دي.

د اتوار اؤ ګل په منځ شپه په ټولنیزو رسنیو خپور کړي خپل یو ویډیو بیان کې شیخ رشید احمد ویلي تحریک لبیک سره دخبرو وړومبی پړاؤ دپنجاب حکومت ترسره کړی چې پکې بریالیتوب ترلاسه شوی اؤ دوهم پړاؤ له پیشمني وروسته ترسره شي.

شیخ رشید هیله ښکاره کړې ده چې دخبرو دوهم پړاؤ کې به پاتې چارې هم ترسره شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید تحریک لبیک ډلې سره دمذاکراتو نه نه انکار کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ حکومت دتحریک لبیک سره هیڅ رقم خبرې نه کوي اؤ‌ تر 20م اپریل به دا ډله تحلیل کړي.

تیره ورځ چې دپنجاب دلاهور نوا کوټ سیمې نه دتحریک لبیک قهریدلو مظاهره چیانو دپولیسو دیو ډي سي پي په شمول 11عسکر تښتولي وؤ، دهغوئ په بابله شیخ رشید خپل ویډیو بیان کې ویلي چې دغه ترغمل نیول شوي پولیس بیرته خوشې کړل شوي اؤ په سیمه کې پولیس هم پشا تللي دي.

دتندروه ډلې تحریک لبیک دقهریدلو مظاهره چیانو دتیرې یوې اوونۍ راهسې ګرد هیواد کې دتشدد ډک احتجاجونه روان دي چې دپنجاب حکومت په وینا دې احتجاجونو کې شپږ پولیس عسکر وژل شوي اؤ 600 نور ژوبل شوي دي.

همداشان تحریک لبیک ډله هم دعوې کوي چې دپولیسو سره نښتو کې دهغوئ ګڼ شمیر فعالین وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دپاکستان حکومت تیره اوونۍ تحریک لبیک ډلې باندې بندیز لګولی اؤ د رسنیو دڅار دولتي اداره پیمرا پاکستاني رسنیو ته د تحریک لبیک پاکستان په اړوند د خپرونو اجازه نه ورکوي ځکه نو تر اوسه پاکستان کې د روان کړکیچ په مهال د شوې مرګ ژوبلې کره شمیره مخې ته نه ده راغلې.

زیاتره پاکستاني خبریالانو اؤ سیاستمدارانو په ټولنیزو رسنیو دعوې کړي چې پنجاب کې حالات زیات خراب شوي اؤ په حکومت یې نیوکې کړي چې دګولیو په چلولو سره حالات نور هم خرابوي.

تحریک لبیک دا احتجاجونه وروسته له هغې پیل کړي چې ددغې ډلې مشر سعد رضوي په دې وروستیو کې دپولیسو لخوا ونیول شو.

سعد رضوي خپلو پلویانو ته په 20م اپریل ګرد هیواد کې دختم نبوت په حق کې اؤ دحکومت په ضد داحتجاجونو کولو وینا کړې وه.

هغوئ دغه احتجاج تیرکال حکومت سره دشوي هغه تړون دنه پوره کولو په ضد کول غوښتو په کوم کې چې حکومت دې تندروه ډلې سره منلې وه چې و دفرانس سفیر به له هیواده وباسي،دفرانس نه به خپل سفیر بیرته راغواړي اؤ دفرانس دجوړو شیانو پریکون یا بائیکاټ به کوي.

تحریک لبیک تیرکال هم دفرانس په ضد دغسې قهرژنې مظاهرې وروسته له هغې کړې وې چې دفرانس صدر د اسلام دستر پیغمبر محمد(ص) دسپکاوي دخپرو شوؤ خاکو په پلوۍ څرګندوې وکړې.

XS
SM
MD
LG