لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصحت نړیواله اداره وایي نړۍ کې په کرونا وایرس 30 لکو نه زیات کسان مړه شوي


د روغتیا نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې نړۍ کې دتیرو دوؤ میاشتو راهسې دکرونا وایرس کچه په لوړیدو ده اؤ تر اوسه د 30لکو نه زیات کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

په عین حال کې د تیر یو شواروز دننه پاکستان کې په کرونا وایرس نور 148 کسان مړه شوي اؤ 5499 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.

د صحت دنړیوالې ادارې مشر ډاکټر ټيډ روس تیره ورځ مطبوعاتو ته ویلي چې دتیرې یوې اوونۍ راهسې په نړۍ کې دکرونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې 5.2 پېښې ثبت شوي دي اؤ په دې وایرس دخلکو دمړینو کچه هم لوړه شوې ده.

هغه ویلي مخې ته د راغلو کره معلوماتو په اساس تر اوسه نړۍ کې د30لکو نه زیات کسان په کرونا وایرس مړه شوي .

دنوموړي وینا وه دکرونا وایرس څخه د10لکو کسانو مړینه په نهو میاشتو کې رامنځته شوې وه خو بیا ورپسې د 20 لکو کسانو مړینه په څلورو اؤ د درېو لکو کسانو مړینه په درېوؤ میاشتو کې رامنځته شوې ده.

هغه ویلي اوس دا وایرس ځوانانو ته هم په چټکتیا سره ورپورې کیږي اؤ د 25 کالو نه نیولي تر د 59 کالو عمر لرونکو تنانو په روغتونونو کې دبستر کولو کچه ترخطرناکه حده لوړیږي.

په عین حال کې پاکستان کې په کرونا دقابو موندنې دچارو دولتي مرکز پخپلو تازه شمیرو کې روښانه کړې چې تراوسه دې هیواد کې په کرونا وایرس دمړو شوؤ کسانو شمیره 16600 ته رسېدلې اؤ اووه لکه 72381 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوي دي.

دامهال پاکستان کې دکرونا دفعالو پېښو شمیره 83162 ده اؤ ویل شوي دڅلورو زرو نه زیات ناروغان په اندېښمن حالت کې دي..

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG