واشنګټن ـــ د چين صدر شي ژن پینګ به د زیارت- پنجشنبې په ورځ د موسمي بدلون په اړه کېدونکې غونډه کې وېنا کوي، دغه دوه ورځنۍ غونډه د امريکې صدر جوباېډن راجوړه کړې ده.
په دې غونډه کې به د چين د صدر شي ژن پېنګ ترڅنګ د نړۍ څلوېښت مشران د انټرنېټ د لارې ګډون کوي، چې پکې د روس صدر پوټن او د هندوستان وزيراعظم نرېندرا مودي هم شامل دي، چې د امريکې او چين وروسته روس او هندوستان هم د موسمي بدلون په اړه مهم دي.
د چين د خارجه وزارت وياندې هووا چین ينګ په يو بيان کې ويلي، صدر شي به په دغه آنلاین کانفرنس کې ډېره مهمه وینا کوي.
د جنورۍ په مياشت کې د امريکې د صدارت په څوکۍ د ناستې وروسته به د چين د صدر شي سره دا د صدر بایډن لومړۍ غونډه وي، چين او امريکا په يو شمېر کشالو دا وخت د يو بل سره وران دي چې پکې په سينکيانک صوبه کې د ايغور مسلمانانو سره د چين د ممکنه ځورونې او د هانګ کانګ شخړه ښکاره کشالې دي.
که څه هم د امريکې او چين تعلقات د تاوتريخوالي ښکار دي خو دواړه هېوادونه د موسمي بدلون په خبره يوه خوله دي. رپوټونه وايي په نړيواله کچه په خلا کې تر ټولو زيات زهرجن ګېسونه امريکا او چين پرېږدي.
د زيارت- پنجشنبې په ورځ کېدونکې غونډه کې صدر بایډن غواړي د موسمي بدلون په چارو کې يو ځل بيا امريکا د مشرۍ رول واخلي. تېر صدر ډانلډ ټرمپ امريکا په کال ۲۰۱۵ م کې شوې د پېرس د موسمي بدلون د غونډې نه بهر کړې وه او دغه يې يو بې کاره تړون بللی وو، خو صدر بایډن د صدر جوړېدو سره سم په دغه تړون کې ګډون کړی.
په داسې حال چې نن د موسمي بدلون په اړه غونډه کېږي پرون يورپي يونين هم د کال ۲۰۳۰ پورې د زهرجنو ګېسونو په اخراج کې د ۵۵ فیصده کمولو پرېکړه وکړه.
د ۲۷ ملکونو دغې ډلې دا تازه تړون د هغو ژمنو برخه ده چې وايي تر کال ۲۰۵۰ پورې به يورپ د کاربن ګېس نه پاک وي.
د يورپي کمېشن مشرې ارسوله ونډرلېن ويلي،
"د دې تړون سره به يورپ د راتلونکو نسلونو د پاره د ګېسونو ځنې پاکه سيمه جوړه شي او دا به زمونږ نوسو او کړوسو د پاره زمونږه يوه کلکه اراده وي چې راتلونکو نسلونو ته شين يورپ پرېږدو".
د يورپ غړي هېوادونه به د دغې تړون منظوري ورکوي چې دا په رسمي ډول په يو تړون وپېژندل شي.