لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د کرونا څخه نور 98 مړه شوي، وبا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې


په پاکستان کې په تير شوا روز کې د کرونا څخه نور 98 کسان مړه شوي چې پکې 37 يواځې په خېبرپښتونخوا کې مړه شوي دي. اسد عمر ویلي، په ملک کې کرونا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې د کرونا څخه د مړو ټوله شمېره 16زره 698 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په تيرو 24 ساعتونو کې نور 5857 کسان په کرونا اخته شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د صحت او خزانې وزیر تيمور خان جګړا ويلي، په 21 اپرېل په صوبه کې نور 1242 کسان په کرونا اخته شوي چې مثبت شرح يې 15.5فيصده ده، او 37 تنه مړه شوي دي.

هغه ویلي په صوبه کې د مثبتو پېښو شرح د 11 نه تر 15 فيصده پورې تاويږي، او زياته کړې يې ده په مردان او کوز دير کې دغه شرح 30 فيصده، په پېښور او نوښار کې 20 او چارسده ملاکنډ او بره دير کې 15 فيصده ده.

ويل شوي په ملک کې دا وخت په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېره 84زره 935 ده چې پکې د 4593 کسانو روغتيايي حالت سخت دی.

د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا وزير اسد عمر پرون د شورو په ورځ (21 اپرېل) ويلي په ملک کې د کرونا وبا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې ده.

هغه په خلکو غږ کړی چې احتیاط وکړي او ويلي يې دي په ملک کې چې د کرونا د لومړۍ څپې په مهال خلکو او انتظاميې کومه سنجيدګي څرګنده کړې اوس يې نه کوي.

هغه ویلي که په دوه ورځو کې د کرونا تازه شرح کمه نه شوه په غټو ښارونو کې به بندېزونه نور سخت کړي.

نوموړي وزير خبري غونډې ته ویلي په ملک کې د ورځې په سر د شپږو زرو نه زيات کسان روغتونونو ته راځي، دا وخت د 4500 نه زيات په اکسيجن دي، او په ښارونو کې 85 فيصده وېنټيلېټرې ډکې شوي دي.

هغه دا هم ويلي چې په ملک کې اکسيجن لا محدوده نه دی دا وخت د 90 فيصده نه زيات کارول کيږي.

په پاکستان کې تراوسه پورې کرونا تر ټولو زيات 7718 کسان په پنجاب صوبه کې مړه کړي دي.

په سيند کې په کرونا اخته 4562 او په خېبرپښتونخوا کې 2990 کسان مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG