لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغان سولې په اړه سره ګوري


واشنګټن – د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په یوه خپره اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به د جمعې په ورځ په استانبول کې سره وویني.‌

په بیان کې راغلي، "په دغې درې اړخېزه غونډه کې به د افغانستان سولې په بهیر کې د وروستیو پرمختګونو، د امنیت، انرژۍ او ارتباطاتو په برخه کې پر همکاریو او پر غیر منظمو مهاجرتونو باندې خبرې وشي."

بیان زیاتوي، "ددغې غونډې په څنډه کې به د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر میولوت کېوسوغلو به له خپل افغان او پاکستاني سیالانو سره دوره اړخیزې لیدنې هم وکړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له کابل څخه استانبول ته روان شوی دی تر څو د سبا ورځې په غونډه کې ګډون کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، په دغه غونډه کې به د سولې د خبرو د بیا پېلېدو، د افغان سولې په اړه د سیمیزې اجماع د ځواکمنېدو، د ترکیې او پاکستان د رول او د درې اړخیزو اړیکو د ټېنګېدو پرسر خبرې وشي.

د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په داسې حال کې کېږي چې د افغان سولې کانفرانس چې ټاکل شوې ده د اپرېل په ۲۴ نېټه په استانبول کې ترسره شي د طالبانو د نه ګډون له امله ځنډول شوی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر میولوت کېوسوګلو د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د قطر، امریکا او ملګروملتونو سره د مشورو وروسته یې دغه کانفرانس له اختر وروسته پورې ځنډولی دی.‌

امریکا، ترکیې، قطر او ملګروملتونو د راپورونو له مخې هغه کوله چې طالبان د ترکیې په کانفرانس کې د ګډون لپاره وهڅوي.‌

خو دغې ډلې ټنګار کاوه چې امریکا باید لومړی د دوحې تړون عملی کړي مخکې له دې چې د استانبول کانفرانس پیل شي او دا په دې معنی چې امریکا باید طالبانو سره د ټرمپ د ادارې پر وخت د شوي تړون له مخې د مې تر لومړۍ نېټې پورې خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.‌

دا په داسې حال کې چې افغان حکومت او امریکايي چارواکو ویلي، چې طالبانو له امریکا سره په کړي تړون باندې عمل نه دی کړی او تاوتریخوالی د کمېدو پر ځای نور هم زیات شوی دی.‌

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بلخ ولایت کې د طالبانو سره په جګړه کې اته افغان سرتیري وژل شوي دي. دغه راز پنځه نور افغانان په غور او پروان ولایتون کې د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.‌

په افغانستان کې د برتانیې سفارت د همدې روانو نا امنیو له امله له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته دې سفر نه کوي او هغه چې په افغانستان کې دي له دغه هېواد څخه ووځي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG