لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر غني: که پاکستان د دوستۍ لاس را نه کړي منځنۍ اېشیا ته به څنګه ورسېږي


واشنګټن ـــ‌ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ویلي د هېواد امنیتي ځواکونه دې ته پوره چمتو دي چې د بهرنیو قواوو له وتلو سره سم د خپل وطن دفاع پخپله وکړي "موږ تل دا خاوره ساتلې او بیا یې هم ساتو".

نوموړي دا خبره په داسې وخت کړې چې دلته په امریکا کې د سېنټ د دفاعي خدماتو کمېټې ته نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د امریکا د مرکزي کومندې مشر جنرال مېکنزي د یوې اورېدنې په مهال اندېښنه څرګنده کړې چې افغان امنیتي ځواکونه به د امریکا له وتلو وروسته د سیمې د ساتلو وړتیا و نه لري.

افغان ولسمشر وویل موږ به خپل هېواد پخپله ابادوو او د سولې له راتګ سره به ډېر چټک پرمختګ راشي:

"موږ د پردیو له جګړو ستړي یو او بې طرفه افغانستان غواړو". هغه وویل نن د دې وخت راغلی چې هر افغان پر خپل افغانیت، اسلامیت او جمهوریت ودرېږي.

نن د پنجشنبې یا زیارت په ورځ په جنوبي ولایت کندهار کې یوې غونډې ته په وینا کې اشرف غني پر طالبانو ږغ وکړ چې د سولې لار دي خپله کړي او د هېواد په ابادۍ کې دې برخه واخلي.

ولسمشر غني خپل ګاونډي هېواد پاکستان ته وویل چې ستاسو راتلونکې له موږ سره تړلې، که د دوستۍ لاس راکړئ نو د اباد افغانستان له لارې به ټوله منځنۍ اېشیا ته په اسانه ورسېږئ او که د جګړې دوام غوره کړئ نو چې افغانستان اباد نه وي، منځنۍ اېشیا ته به څنګه رسېږئ.

ولسمشر غني کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې خرقې شریفې ته هم ولاړ او د ماسپښین د لمانځه تر څنګ یې په هیواد کې د تاوتریخوالي د ختمېدو، ملي یووالي او تلپاتې سولې لپاره دعا وکړه.

بل لوري ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي د نړیوالې ادارې ځانګړې استازې ډیبرا لاینز دوها ته د خپل سفر په مهال د افغان حکومت او طالبانو له پلاوو سره د خبرو لړۍ پای ته رسولې ده او دا چې د سولې راوستلو لپاره باید په افغان هڅو کې هیڅ ډول بدلون رانه شي.

XS
SM
MD
LG