لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي پوځ د افغانستانه خپل سامانونه وړل پېل کړي


د امریکې پوځ د افغانستان نه د وتلو تيارۍ پېل کړي دي، امریکايي پوځ نه يواځې چې خپل سامانونه انتقالوي بلکې د ځايي ټېکدارانو سره یې کړې معاهدې ختمول هم پېل کړي دي.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ويلي، دغه خبره د زیارت/ پنجنشبې په ورځ (22 اپرېل) د امريکې د دفاع محکمې يو چارواکي کړې ده.

په افغانستان کې دا وخت د امریکا 2500 او د نړيوالو اتحادي ځواکونو نزدې 7000 سرتيري موجود دي.

په 14 اپرېل د امریکې ولسمشر جو بایډن په رسمي توګه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ویستلو اعلان کړی او ویلي يې وو دغه هېواد ته د القاعده ډلې د ځپلو لپاره تللي وو او خپل هدف یې تر لاسه کړی نور په دې هېواد کې د پاتې کېدو جواز نه لري.

صدر بایډن ویلي وو د پاتې ځواکونو وتل به د مې له لومړۍ پېلوي د ستمبر تر 11 به یې بشپړوي.

امریکايي چارواکي خبري ادارې ته ويلي د صدر د اعلان نه وروسته امریکايي پوځ د افغانستان نه خپل سامانونه لېږل پېل کړي دي.

چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ويلي تياريانې روانې دي خو په راتلونکو اوونيو کې به د پوځ وتل پېل نه شي ځکه چې څو پورې نورې چاؤڼۍ نه وي بندې کړی شوي.

د شورو/چارشنبې په ورځ د جرمني د دفاع وزير ویلي وو په کابل کې د نېټو د پوځي مشرانو د پلان جوړونکو ترمنځ خبرې روانې دي چې د څلورمې جولايۍ پورې د افغانستان نه د نړيوالو ځواکونو وتل ممکن کړي.

چاراکي ویلي امریکا به خپل پوځي سامانونه د هوا د لارې بيرته ليږي خو د افغانستان په شمال کې ځمکنۍ لارې هم کارولی شي.

اېسوسي اېټډ پرېس ویلي د طالبانو نه پوښتنه کړې چې د بيرته تلو په مهال به په امریکايي او نېټو په ځواکونو بريدونه کوي؟، د طالبانو په قطر کې د سياسي دفتر وياند محمد نعيم ویلي دا ویل به د وخت نه وړاندې وي.

تیر کال امریکا او طالبانو تړون کړی چې امریکا به د روان کال (2021) د مې د میاشتې پورې د افغانستان نه ووځي او طالبانو په تړون کې منلې وه چې د وتلو پورې به په امریکايي او نېټو ځواکونو بريدونه نه کوي.

خو طالبانو ویلي وو که امریکا د مې د لومړۍ نېټې خپله ژمنه نه ترسره کوي نو نتيجې بدلېدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG