لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا په پاکستان کې نور 144 تنه مړه کړي، کېنېډا د پاکستان نه په الوتکو بندېز لګولی


په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه په تيرو 24 ساعتونو کې نور 144 کسان مړه شوي دي، بل لور ته په هند کې کرونا وبا په تېزۍ سره روانه ده خوريږي، او په دغه هېواد کې يې په تير شوا روز کې 2263 کسان مړه کړي دي.

کېنېډا اعلان کړی چې د پاکستان او هند نه به د يوې مياشتې پورې هند ته پروازونه/ الوتکې نه ځي.

د کېنېډا د ټرانسپورټ وزير عمرالغبرا په ټویټر دغه اعلان کړی او ويلي يې د کرونا وبا له امله په پاکستان او هند دغه بندېز لګول شوی دی.

راپورونه وايي په کېنېډا کې په ځينو سيمو کې د کرونا هغه وايرس مالوم شوي کوم ډول چې په هند کې دي.

د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په ملک کې په تير شوا روز کې نور 144 کسان د کرونا څخه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا څخه د مړینوټوله شمېره 16زره 842 ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې نور 5870 کسان په کرونا اخته شوي دي.

سرکاري شمېرې ښايي په ملک کې دا وخت په کرونا وايرس اخته 4652 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

حکومت وايي نن غونډه کوي چې په ملک کې د کرونا وبا په کومه تېزۍ سره خوريږي د مخنيوي دپاره يې ګامونه پورته کړي او په لګول شوو بندېزونو نوره سختي راوستی شي.

بل لور ته په هند کې د تيرو څو ورځې راهسې د کرونا پېښې د لکونو په شمېره کې سېوا کيږي.

راپورونه وايي په هند کې په تيرو څلورو ورځو کې د لسو لکو نه زيات کسان په کرونا اخته شوي دي.

د امريکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په هند کې د کرونا څخه تراوسه پورې يو لک 86زره 95 کسان مړه کړي، د کرونا څخه په نړۍ کې 30 لکه، 72زره 309 کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG