لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پینځه تنه په هدفي وژنو کې وژل شوي


په شمالي وزیرستان کې دوه نوې هدفي وژنې شوي چې پکې د یو قبایلي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي. په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو په تیر شوا روز کې دا پینځمه پېښه ده.

بل خوا په جنوبي وزیرستان کې يوه ښځه په ډزو وژل شوې ده.

پولیس وایي د هدفي وژنو دا پېښې تیره شپه د شمالي وزیرستان په دته خېل او دوسلي تحصیلونو کې شوي دي. او د نا مالومه کسانو پرضد یې مقدمې درج کړې او پلټنې پیل کړې دي.

د پوليسو په وېنا وژل شوو کسانو کې د دته خېل تحصیل میامي منظر خيل یو ځايي مشر ګل صاحب خان په کور د ننه په ډزو سره وژل شوی او په دویمه پېښه کې تیر ماښام یو ځايي تن د میران شاه سره څېرمه په دوسلي تحصیل کې په هدف کړی شوی دی.

په شمالي وزیرستان کې په تېر یو شوا روز کې د هدفي وژنو دا پینځمه پېښه ده چې د دوه ځايي مشرانو په ګډون پکې يو کباړي او دوه نور ځايي کسان وژل شوي دي.

ناتاييده راپورونه وايي سږ کال تر دې مهاله په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو 18 پېښې شوي چې پکې د بنو سره تړاو لرونکې غیر دولتي ادارې څلور ښځې کارکوونکې هم وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې سږ کال شپږ کسان هم تښتول شوي چې کورنۍ يې د خوشي کیدو غوښتنه کوي.

په شمالي وزیرستان کې تیر کال هم د هدفي وژنو 46 پیښې شوې وې.

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو وروسته مخ په زیاتېدونکو پېښو ځايي خلکو اندېښنې څرګندې کړي او وخت په وخت يې د نا امنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې هم کړي دي.

د شمالي وزیرستان اوسیدونکی عید رحمن وايي په تیر شواروز کې بیلا بیلې پینځه هدفي وژنې کیدل دا په یو شوا روز کې تر ټولو زیاته شمېره ده.

هغه وايي د ضرب عضب عملیاتو وروسته دا هدفي وژنې په داسې حال ترسره کیږي چې په ټولو غرونو او تګ راتګ لارو د امنیتي سرتیرو چیک پوستې دي خو تر اوسه په دې کې ککړ یو تن وه نه نیول شو.

عید رحمان وايي د دې ناامنې دې پیښو ځايي خلک سخت ويرولي او هر تن خپل ځان غېر محفوظ ګڼي.

وي او اې ډيوه د شمالي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) شفيع الله ګنډاپور سره د تماس هڅه کړې خو د هغه ځواب يې نه دی ترلاسه کړی.

خو له دې وړاندې نوموړي وي او اې ډیوه سره په خبرو کې ويلي وو چې په علاقه کې پوليس په ځای کړی شوي او دغه سیمه چې د کله نه په صوبه کې ورګډه شوې د وړاندې په پرتله پکې امنيت ډېر ښه شوی دی.

شفيع الله ګنډاپور ويلي په علاقه کې امنيت په ځای کول د دوی زمه واري ده او دوی به خپله زمه واري په هر ډول پوره کوي.

د سیمې نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي د ضرب عضب وروسته ښه په ښکاره د عامو خلکو وژنې کیږي د هغو مقدمه د نا مالومه کسانو پرضد درج شي خو تر اوسه د دې وژنو په تور يو تن هم د قانون منګولو ته نه دی راوستل شوی.

د پاکستان پوځ په کال 2014م کې په شمالي وزیرستان کې د تندلارو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات کړي وو او له دغو عملياتو وروسته يې دعوه کړې چې علاقه په بشپړ ډول د تندلارو څخه پاکه کړی شوې ده. خو په علاقه کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار په 22 فرورۍ په قبايلي علاقو کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه ويلي وو، اوس چې څومره پېښې کیږي ټولې د ترهګرۍ نه وي په ټوله نړۍ کې د بدامنۍ پېښې کيږي، قبایلي علاقې چې په صوبه کې ورګډې شوي حالات ډېر ښه شوي او چې کله دا قبایلي ضلعې په پوره توګه په صوبه کې ورګډې شي پوليس په ځای شي ډېر حالات به ورسره نور هم سم شي.

د ځايي خلکو په وېنا تیره شپه د جنوبي وزیرستان د سراروغه تحصیل په شلمانزي کلي کې یوه زنانه په کور د ننه په ډزو سره وژل شوې د سراروغه تهاڼې مشر ای ایچ او عالمګیر خان وویل دې پیښې مقدمه د هغې خاوند په مدعیت د نا مالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.

د سیمې يو تن بخت الله وویل دغه زنانه چې څلور ماشومان لري په ګولیو سره د ویشتو وروسته په زخمي حالت کې د سراوروغه روغتون ته انتقال کړه چې پکې نه ډاکټره وه او نه ایمبولینس د کوم له امله چې دغه ښځه مړه شوه.

هغه وويل چې د ډاکټرې د نشتوالي له امله ښځه د طبی معائنې یا پوسټ مارتم نه پرته خاورو ته وسپارل شوه.

د لکي مروت پوليس وايي د پاکساني طالبانو د حافظ ګل بهادرډلې مهم کمانډر طارق عیسک خیل سره د پلویانو نیول شوی دی.

د سي ټي ډی پولیسو لخواه ویل شوي کمانډر د ورانکارۍ په غرض په علاقه کې موجود وو خو د دغه تن د نيولو په اړه وسله والو په خپله څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG