لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې کرونا نور 157 کسان مړه کړي، حکومت بندېزونه نور سخت کړي


په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته نور 157 کسان مړه شوي او نور 5908 کسان په کرونا اخته شوي دي. بل لور ته حکومت د کرونا د مخنيوي په لړ کې بندېزونه نور سخت کړي دي پوځ ته ویل شوي د کرونا اېس او پيز دې عملي کړي.

سرکاري شمېرې ښايي په تيرو 24 ساعتونو کې په پاکستان کې په کرونا اخته نور 157 کسان مړه شوي دي، په پاکستان کې نزدې د دوه اوونيو راهسې پرله پسې هره ورځ د 100 نه زيات کسان په کرونا مړه کيږي.

پرون د جمعې په ورځ (23 اپرېل) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ په ملک کې د کرونا د څار او انتظام د کمېټۍ (اېن سي او سي) غونډه شوې، پرېکړې پکې شوي او د کرونا د مخنيوي په لړ کې نور بندېزونه لګول شوي دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي د کرونا وایرس نه د خلکو ساتنې دپاره په شوو سپارښتنو يا لارښوونو (ایس او پیز) د عمل کولو دپاره پوځ ته د مرستې کولو وینا شوې ده .

د سرکاري اعلامیې ترمخه په هغو ضلعو کې چرته چې د کرونا مثبت پېښې د پينځه فيصدو نه سېوا دي هلته به سکولونه بند وي.

دغه رنګ د ماښام شپږو بجو نه تر پيشمني پورې به په هر ډول هلو ځلو بندېز وي، يواځې د ضروري څيزونو ځايونه لکه پټرول پمپونه، مېډېکل سټورونه او د ويکسين مرکزونه به خلاص وي، د اعلاميې عملي کولو دپاره 144 ماده په ځای کړی شوې ده.

ویل شوي خوراکي توکيو به وړل کيږي دننه او بهر په ناسته په خوراکونو کولو بندېز لګول شوی، په دفترونو کې د کار وخت سهار د نهه بجو نه تر ماسپښين دوه بجو پورې ټاکل شوی او نيمو کار کوونکو ته د کور نه د کار کولو ویل شوي دي.

په سرکاري اعلاميه کې ویل شوي دغه حکمنامه به د 17 مې پورې عملي وي او په 11 مې به کمیټي بيا د حالاتو جاج اخلي.

په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 16زره 999 کسان مړه شوي دي. په دې وايرس ټول اووه لکه 90زره 16 کسان اخته شوي او شپږ لکه 86زره 488 ترې ښه شوي دي.

په کرونا اخته 4682 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په پاکستان کې چارواکي وايي په ملک کې د کرونا درېمه څپه په تېزۍ سره روانه ده او د مړينو شرح يې هم سېوا ده.

چارواکي وايي پکار ده چې خلک احتياط وکړي ماسک واچوي او د ګنې ګونې او غېر ضروري ګرځېدو نه ډډه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG