لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا ضد سپارښتنو عملي کولو دپاره دپاکستان بیلابیلو سیمو کې پوځ پرځائ شوی


پاکستان کې کرونا وایرس نه دخلکو خوندي ساتلو په غرض دشوؤ سپارښتنو عملي کولو دپاره دپلازمینې اسلام اباد په ګډون یو شمیر سیمو کې پوځ پرځائ کړل شوی اؤ دپولیسو اؤ انتظامیې سره په ګډه پوځ دګڼې ګوڼې سیمو کې خلکو ته په ایس او پیژ یا سپارښتنو دعمل وینا کوي.

وزیراعظم عمران خان تیره ورځ قام ته پخپله وینا کې ویلي وؤ چې د کرونا وایرس اوس یو خطرناک شکل اخستی اؤ خلک احتیاط نه کوي ځکه نو هغه له پوځ مرسته غوښتې چې په اولس دکرونا دمخنیوي سپارښتنې عملي کړي.

دحکومت لخوا دپوځ رابللو وروسته دتیر ماښام راهسې داسلام اباد بیلابیلو بازارونو ته پوځیان دانتظامي اؤ پولیس چارواکو په ملتیا ورغلي اؤ هلته په دوکانونو اؤ مارکیټونو کې خلکو ته په سخته وینا کړې ده چې باید دکرونا مخنیوي دپاره شوې لارښوونې عملي کړي.

پاکستاني میډیا وایي چې دپنجاب حکومت هم دپوځ رابللو دپاره داخله وزارت ته یو لیک استولی اؤ غوښتنه یې ترې کړې ده چې دپنجاب پینځوؤ ضلعو کې پوځ پرځائ کړي ترڅو هغوئ خلک دکرونا په بابله سپارښتنو عملي کولو ته اړ باسي.

دخیبر پښتونخوا حکومت یو مهم غړي دنوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته ویلي چې صوبایي حکومت خیبر پښتونخوا کې دحالاتو جاج اخلي ، دلته لا حالات دومره خراب نه دي اؤ که داختر مخې ته بازارونو کې دخلکو رش کم شوی نو بیا به دې صوبې ته هم پوځ رابلل کیږي.

هغه ویلي د پنجاب اؤ سندهـ صوبو په پرتله خیبر پښتونخوا کې د کرونا دخوریدو کچه کمه ده نو ځکه په وړومبي فرصت کې حکومت یوازې دانتظامیې اؤ پولیسو دلارې په خلکو دکرونا ایس او پيز عملي کوي خو عموماً داختر مخې ته په بازارونو کې رش سیوا کیږي نو ځکه صوبایي حکومت په ذهني توګه تیار دی چې که حالت له قابو وتل پوځ به راغواړي.

په عین حال کې دپښتونخوا حکومت دکرونا په چټکتیا سره د خوریدو له امله صوبه کې تر وړوکي اختره دنهم نه تر دولسم ټولګي دتعلیمي ادارو دتړلو اعلان کړی دی اؤ په دې اړوند یې اعلامیه هم جاري کړې ده

په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 16زره 999 کسان مړه شوي دي. په دې وايرس ټول اووه لکه 90زره 16 کسان اخته شوي او شپږ لکه 86زره 488 ترې ښه شوي دي.

پاکستان کې نزدې د دوه اوونيو راهسې پرله پسې هره ورځ د 100 نه زيات کسان په کرونا مړه کيږي اؤ په زرګونو نورو خلکو ته دا وایرس ورپورې کیږي.

په کرونا دقابو موندنې دچارو د دولتي مرکز این سي او سي مشر اسد عمر تیره ورځ دکرونا دسیوا شوؤ پېښو له امله هیواد کې یو ځل بیا دسخت لاک ډاؤن پځائ کیدو اشاره کړې وه اؤ په خلکو یې غږ کړی ؤ چې داختر دپاره سوداګانې باید د اوس نه وکړي ځکه چې کیدای شي داختر په ورځو کې لاک ډاؤن پځائ شي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG