لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسرایلو کې د زیارت په ورځ له کورونا څخه هېڅوک نه دي مړه شوي


واشنګټن – د اسرایلو د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ وویل، د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په دغه هېواد کې له کورونا څخه هېڅوک هم نه دي مړه شوي.

دا په تېرو لسو میاشتو کې لومړی ځل دی چې هېڅوک هم پکې په یوه ورځ کې له کورونا څخه نه مړه کېږي.

د منځني ختیځ په دغه هېواد کې تېر ځل چې د کورونا یوه نوې پېښه هم پکې نه وه موندل شوې هغه د جون د میاشتې ۲۹ نېټه وه.

اسرایل خپلو خلکو ته د کورونا د واکسین ورکولو له پلوه په نړۍ کې مخکښ ځای لري.

تر پنځه میلیونو زیاتو اسرایلیانو چې د ټول هېواد د نفوس ۵۸ فیصده جوړوي د کورونا دواړه ډوزه واکسینونه اخیستي دي.‌

په ورته وخت کې هند د خالي یا شنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۳۴۶۷۸۶ نوې پېښې ریکاډ شوي.

د جنوبي اسیا په دغه هېواد کې د ډېرو ورځو راهیسې د کورونا تر ټولو زیاتې نوې پېښې رپوټ کېږي.‌

په ورته وخت کې د هند په روغتونونو کې د کورونا ناروغانو ته د اکسیجن سخت کموالی لیدل کېږي.‌

د بایډن په اداره کې د کورونا لوړ پوړی روغتیايي سلاکار ډاکټر انټوني فاوچي د جمعې په ورځ وویل، امریکا هڅه کوي له هند سره د کورونا وایرس په کنټرول کې تخنیکي مرسته وکړي.

فاوچي د سپینې ماڼۍ په یوې خبري‌ غونډه کې وویل، "دا یو بد حالت دی او مونږ هڅه کوو چې په هر ډول وي مرسته وکړو."

د جان هاپکنز پوهنتون د شنبې یا خالي په ورځ وویل، چې تر اوسه پورې په نړۍ کې ۱۴۵.۶ میلیونه کسان په کورونا باندې اخته شوي دي.‌

امریکا په دې کتار کې تر ټولو هېوادونو مخکې او نېږد ۳۲ میلیونه کسان پکې په کورونا اخته شوي دي.‌

هند د ۱۶.۶ میلیونو پېښو سره دوهم او برازیل د ۱۴.۲ میلیونو پېښو سره دریم ځای لري.‌

بل پلو د امریکا روغتیايي چارواکو د جانسن انډ جانسن واکسین باندې لږېدلې وقفه پای ته رسولې ده که څه هم داسې شواهد شته چې دغه واکسین په نادره توګه په دماغ کې د وینې له پنډېدو سره اړیکه لري.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG