لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور کې دپوځ اؤ پولیسو کارروایۍ،دکرونا دسپارښتنو په نه عملي کولو یې 200 کسان نیولي


پاکستان کې دحکومت لخوا د کرونا نه دځان ساتنې دسپارښتنو عملي کولو دپاره دپوځ رابلل کیدو نه وروسته پېښور کې په وړومبي ځل پولیسو دپوځ په ملتیا کاروایۍ کړي اؤ دوه سوه کسان یې دکرونا دسپارښتنو په نه عملي کولو نیولي دي.

دپېښور ضلعي انتظامیې،پولیسو اؤ‌پوځ په ګډه دخالي په ورځ دپېښور په بیلابیلو بازارونو کې د کرونا ایس او پیز یا سپارښتنو نه دسرغړونې له امله په لسګونو دوکانونه هم تړلي دي.

دپېښور اسسټنټ کمشنر ډاکټر احتشتام الحق وایي دکرونا دریمه څپه ډیر‌ه په چټکتیا سره خوریږي خو خلک احتیاط نه کوي اؤ په داسې حال کې انتظامیه مجبوره ده چې دپوځ اؤ پولیس په مرسته په خلکو دکرونا نه دځان ساتنې سپارښتنې عملي کړي.

اسستنټ کمشنر رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ دپېښور بیلابیلو سیمو کې انتظامیې دپوځ اؤ پولیسو سره په ګډه دسپارښتنو نه دسړغړونکو په ضد کاروایۍ کړي اؤ دوه سوه کسان یې نیولي دي.

په دغو عملیاتو کې دپېښور په یونیورسټي روډ شپاړس اؤ صدر کې دولس دوکانونه هم سیل کړی شوي یا تړل شوي دي.

پولیسو دښار په بازارونو کې په لوړ اسپیکرو خلکو ته اعلانونه کړي چې باید دکرونا نه دځان ساتلو دپاره په شوؤ سپارښتنو عمل وکړي.

دسرکاري شمیرو له مخې خیبر پښتونخوا صوبه کې تراوسه 113,121 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 3,103 پرې مړه شوي دي.

خو پېښور کې میشت خبریال ناصر داوړ وایي په اصل کې د کرونا وایرس نه د اغېزمن شوؤ اؤ مړو شوؤ شمیره ډیره لوړه ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي ناصر داوړ ویلي په سرکاري شمیرو کې یوازې هغه ناروغان معلوم شوي دچاچې ټیسټونه شوي خو دخیبر پښتونخوا په کلیو اؤ بانډو کې په زرګونو خلک داسې دي چې که هغوئ کې هرڅو دکرونا بشپړ علامات موجود وي خو هغوئ خپل ټيسټونه نه کوي اؤ یوازې په انټي بائیوټیک درملو اکتفا کوي.

هغه وایي “ نن هم زمونږ په کلیوالو سیمو کې که یو سړي ته کرونا وي اؤ‌ که بله هره سخته ناروغي، خو هغوئ اول دکلي دهټیو یا میډیکل سټورونو نه ګولۍ اخلي اؤ که په دغه ګولۍ یې ښېکړه ونه شي نو بیا دلارو کوڅو عطایي ډاکټرانو ته ځان ښایي اؤ هغوئ ورته ډریپونه لګول دهر مرض علاج ګڼي”

هغه وایي په کلیوالو اؤ حتی ښاري سیمو کې چې هم کوم خلک په کورونو دننه کرونا تیروي یا ددې وباء دلاسه مري دهغوئ هیڅ ډیټا یا معلومات دصحت محکمې سره نشته نو ځکه مونږ ویلی شو که دا معلومات راټول کړل شي نو دکرونا نه داغېزمنو کسانو اصل شمیره دسرکاري شمیرو نه ډيره لوړه ده.

خبریال ناصر داوړ زیاتوي چې د کرونا د ایس او پیز عملي کولو دپاره دپوځ سړکونو ته راویستل یوه ښه فیصله ده ځکه چې دلته خلک دپولیسو نه نه ویریږي خو دپوځ له ویرې هرڅه کوي اؤ اوس چې خلک پوځي دلرې نه ویني نو هغوئ خولې ته ماسک اچوي چې دا به د کرونا وایرس دخوریدو مخنیوي کې یو څه حده پورې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG