لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین نه پاکستان ته نور کرونا ضد ویکسین رسیدلي


دکرونا وایرس په چټکتیا سره د خوریدو له امله پاکستان دچین نه دکرونا ضد ویکسین نور لس لکه خوراکونه ترلاسه کولو پسې خپلې الوتکې چین ته لیږلي چې دې کې دشپږو لکو خوراکونو نه زیات اسلام اباد ته رسیدلي اؤ ویل کیږي چې نور ویکسین به نن ماښام پورې ورسیږي.

دپاکستان دملي هوایي شرکت ویاند ویلي د درېوؤ الوتکو دلارې به نن (اتوار) ماښام پورې پاکستان ته دکرونا ضد ویکسین لس لکه خوراکونه راورسیږي.

هغه ویلي په دوؤ الوتکو کې دبیجنګ څخه دکرونا ضد ویکسین دشپږو لکو نه زیات خوراکونه اسلام اباد ته رارسول شوي دي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دکرونا وایرس دخوریدو کچه لوړه شوې ده اؤ روزانه تر سلو زیات کسان په دې وایرس مري اؤ په زرګونو کسانو ته ورپورې کیږي.

سرکاري شمیرې ښایي چې په تیر یو شواروز کې هم دپاکستان دننه په کرونا وایرس 118 کسان مړه شوي اؤ 5611 تنانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.

په ګرد هیواد کې تر اوسه اووه لکه اؤ 95627 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 17117 پرې مړه شوي دي خو ازادې سرچینې وایي چې په کرونا وایرس داخته شوؤ اؤ مړو شوؤ کسانو اصل شمیرې د مخې ته راغلو سرکاري شمیرو نه ډیرې لوړې دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي د کرونا څپې یو خطرناک شکل خپل کړی اؤ هغه په خلکو د کرونا وایرس نه دځان ساتنې دپاره دشوؤ سپارښتنو عملي کولو په غرض پوځ هم رابللی دی.

د 22 کروړه ابادۍ لرونکي دې هیواد کې تر اوسه په عامه توګه خلکو ته د کرونا ضد ویکسین ورکولو عمل نه دی پیل شوی.

د کرونا دچارو دولتي مرکز وایي تر اوسه ګرد هیواد کې 18لکه اؤ 43زرو کسانو ته د کرونا ضد ویکسین لګول شوي دي .

چین وړومبی پاکستان ته دکرونا ضد ویکسین پینځه لکه خوراکونه په تحفه کې ورکړي وؤ چې دغه ویکسین په لمړي فرصت کې ډاکټرانو اؤ‌ طبي مامورینو ته ورکړل شوي وؤ اؤ دامهال‌ په دویم پړاؤ کې دشپیتوؤ کالو عمر لرونکو کسانو ته د کرونا ضد ویکسین ورکولو لړۍ دوامداره ده.

پاکستان کې په کرونا دڅار د دولتي مرکز مشر اؤ مرکزي وزیر اسد عمر ویلي چې داپریل میاشتې پورې به په لویه کچه کرونا ضد ویکسین پاکستان ته راورسیږي چې تر هغې وروسته به په عامه توګه ددې ویکسین خلکو ته دلګولو لړۍ پیل شي.

په پاکستان کې د چین د درېوؤ کمپنیو د جوړ ویکسین ترڅنګ د روسیې د جوړ کرونا ضد ویکسین د استعمال اجازه هم ورکړل شوې ده

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG