لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا: په مردان کې د يوې اوونۍ دپاره ټولبند لګول شوی


مردان لاک ډاون
مردان لاک ډاون

په پاکستان کې د کرونا وبا په درېمه څپه کې د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې د يوې اوونۍ دپاره مکمل ټولبند شوی دی، په ملک کې کې په تېر شوا روز کې د کرونا وبا له امله نور 70 تنه مړه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش ويلي، په مردان کې د کرونا وبا د مثبت پېښو شرح د 40 فيصده نه زياته ده.

هغه ويلي حالات د نزدې نه څاري. پکار ده چې خلک د کرونا څخه احتیاطي تدابیر عملي کړي.

په مردان کې د ضلعي انتظاميې د سرکاري شمېرو ترمخه په تير شوا روز کې د کرونا له امله دوه کسان مړه شوي او ویل شوي د 17 کسانو روغتيايي حالت سخت دی.

په مردان کې تراوسه پورې ټول 272 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي، په پاکستان کې د کرونا څخه لومړی هم په مردان کې شوی وو.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 3134 کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې د پرون نه وړاندې درې ورځې پرله پسې د 100 نه زيات کسان د ورځې په سر د کرونا څخه مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا څخه تر اوسه پورې ټول 17زره 187 کسان مړه شوي او په تير شوا روز کې نور 4825 کسان په کرونا اخته شوي دي.

چارواکي بیا بيا په خلکو غږ کوي چې د کرونا څخه د احتياط دپاره په حکومتي لارښوونو (اېس او پيز) عمل وکړي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جمعې په ورځ په 23 اپرېل ویلي وو، چې د کرونا د احتیاطي تدابيرو او لارښوونو عملي کولو دپاره پوځ رابلي.

د پاکستان سرکاري ميډيا ویلي، مرکزي حکومت اعلاميه جاري کړې پوځ، رېنجرز او اېف سي (فرنټيرز کورپس) ځواک يې د کرونا په احتیاطي تدابيرو (اېس او پيز) د عملي کولو دپاره په ځای کړي دي.

د اعلاميې ترمخه د پنجاب او خېبرپښتونخوا حکومت په خواست دغه ګام پورته کړی شوی دی.

ويل شوي پوځ، رېنجرز او اېف سي ځواک به په غټو ښارونو کې د انتظاميې مرسته کوي او د کرونا د مخنيوي دپاره لارښوونه به عملي کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG