لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان: په ډزو وژل شوي هلکان ښخ کړی شوي خو احتجاجي پرلت بيا هم روان دی


په جنوبي وزيرستان کې څلور ورځې وړاندې د دوه تنکي هلکانو د وژلو وروسته احتجاجي پرلت روان دی خو احتجاج کوونکي وايي مړي يې ښخ کړي دي.

د جنوبي وزیرستان په مکين کې د روان احتجاجي پرلت مشر رحمت شاه مسيد وايي د حکومت د طرفه ورته جرګه راغلې او د دوی د غوښتنو منلو يې ورته په ليکلې بڼه ډاډ ورکړی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل د دغه ډاډ وروسته يې د وژل شوو هلکانو مړي ښخ کړي خو زیاتوي څو پورې چې د پېښې مقدمه د زمه وارو کسانو پرضد نه وي درج شوي احتجاج به يې روان وي.

په مکين کې څلورورځې وړاندې د وژل شوو هلکانو د وژنې تور په امنيتي سرتيرو لګول شوی خو پوليس ویلي وو دغه هلکان نامالومو وسله والو په نخښه کړي وو.

د پېښې وروسته د انصاف دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی شوی وو.

د حکومتي جرګې يا کمېټۍ يو غړي ملک حبيب شبيخېل وايي چې د جنوبي وزيرستان مرستيال کمشنر خالد اقبال، په علاقه کې د پوځ (ايي جي اېف سي) مېجر جنرل عمر بشير او سېکټر کمانډر بریګيډير نېک نام ورته د دغو احتجاج کوونکو د غوښتنو منلو باور ورکړی دی.

هغه وويل د چارواکو لخوا منل شوې غوښتنې او باور يې د احتجاج کوونکو سره شريک کړي دي.

خو رحمت شاه وايي څو پورې چې ورته د مقدمې کاپي نه وي ترلاسه شوي، او حکومتي چارواکو ترې په دغه پېښه بخښنه نه غوښتي او ننواتې يې نه وي کړي د دوی پرلت به روان وي.

وي او اې ډيوه سره حکومتي کمېټۍ د غوښتنو منلو پاڼه شريکه کړې او رحمت شاه يې هم تاييد کړی دی.

په منل شوو غوښتنو کې ويل شوي چې د وژل شوو هلکانو کورنيو ته به 20، 20 لکه روپۍ او دوه دوه نوکرۍ ورکول کيږي او د نورو غوښتنو سره پکې دا هم ویل شوي چې د وژل شوو کورنۍ اختيار لري چې د چا پرضد مقدمه کول غواړي پوليس ته دې ثبوتونه وړاندې کړي.

په ياده پاڼه د مرستیال کمشنر او پوليس مشر لاسليکونه شوي او وي او اې ډيوه د دغو چارواکو سره د خبرو کولو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

XS
SM
MD
LG